د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبانو په تاجکستان کې د افغانستان په اړه د غونډې هرکلی کړی


په تاجکستان کې تر دې وړاندې هم د افغانستان په اړه د سيمې د هېوادونو استازيو غونډه کړې وه ــ انځور له ارشيفه
په تاجکستان کې تر دې وړاندې هم د افغانستان په اړه د سيمې د هېوادونو استازيو غونډه کړې وه ــ انځور له ارشيفه

د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې د افغانستان د امنیتي او بشري وضعیت په اړه د سيمې د یوشمېر هېوادونو د امنیت سلاکارانو غونډه کېږي.

ټاکل شوې چې د مې پر ۲۷مه په پیلېدونکې دوه ورځنۍ غونډه کې د نورو موضوعاتو تر څنګ په افغانستان کې د ښځو د حقونو او د ټولګډونه حکومت پر اړتیا هم خبرې وشي.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند انعام الله سمنګاني د مې پر ۲۶مه له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې "طالبان د هرې هغې ناستې، چې د افغانستان په محوریت ترسره کېږي، هرکلی کوي."

نوموړي زياته کړه، "د سیمې هېوادونه به هم په افغانستان کې د اوسني امنیت ارزښت درک کوي او د امنیت د لا ټینګښت لپاره به هم له افغانستان سره همکاري کوي."

سمنګاني په خپلو خبرو کې وويل چې دوی ټولو هېوادونو ته ډاډ ورکوي چې د افغانستان له خاورې به هېڅ هېواد ته ګواښ نه پېښېږي او د نوموړي په وينا، هېوادونه دې په دې اړه "اندېښنه نه‌ کوي."

د یوشمېر بهرنیو رسنیو له معلوماتو سره سم، د دوشنبې په غونډه کې به د افغانستان پر امنیتي، سیاسي، اقتصادي او بشري وضعیت بحث کېږي.

په هغه غونډه کې به د هند، روسیې، چین، ایران او منځنۍ اسیا د هېوادونو د ملي امنیت سلاکاران برخه اخلي.

خو د پاکستان په اړه لا څه نه دي ویل شوي چې ایا د ملي امنیت سلاکار غونډې ته لېږدوي او که کوم بل استازی.

بلخوا د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووال د هند ایکانامېک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي چې د دوشنبې په غونډه کې به په افغانستان کې د ښځو د حقونو او د ټولګډونه حکومت جوړېدو پر اړتیا هم خبرې وشي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې پر افغان ښځو د کار، تعلیم او مخ پټولو په اړه د طالبانو له لوري ورځ تر بلې د محدودیتونو ډېرېدو نیوکې، اندېښنې او اعتراضونه پارولي، هغه څه چې طالبان یې عملي کول "اسلامي شریعت" بولي.

طالبانو وړاندې ویلي ول چې د ښځو حقونو ته د "اسلامي شریعت په چوکاټ" کې ژمن دي خو د دې چوکاټ تعریف او تشرېح یې نه ده کړې. دوی دغه شان دا ډاډ هم ورکړی چې د ټول ګډونه حکومت جوړولو لپاره به هڅې کوي.

د سیاسي چارو پوه محمد اسحاق اتمر په دې باور دی چې د تاجکستان هغې په څېر ناستې به هغه مهال اغېز ولري چې د هېوادونو چارواکي او استازي قاطع پرېکړې او پر طالبانو فشار راوړي چې د افغانانو، په ځانګړې توګه، د ښځو حقونه مراعت کړي.

نوموړي د مې پر ۲۶مه له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل، " که د سیمې او ګاونډیو هېوادونو چارواکي غواړي چې له افغانانو سره مرسته وکړي، نو خپل دریځونه دې قاطع کړي او د طالبانو پر رهبرانو دې بندیزونه ولګوي."

تر دې وړاندې هم په یوشمېر هېوادونو کې د ځینو نړیوالو سازمانونو د استازو او چارواکو ترمینځ د افغانستان اړوند ناستې شوي چې د سیمې د هېوادونو استازو هم پکې ګډون درلود، خو د افغانستان پر اوسنۍ حاکمه فضا یې کوم خاص اغېز نه دی محسوس شوی او برعکس پر ښځو محدودیتونه ډېر شوي چې د کور دننه او بهر يې غبرګونونه پارولي دي.

XS
SM
MD
LG