د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان د مالي مرستو لپاره د صندوق پر جوړولو موافقه وکړه


د ډېسېمبر پر ۱۹مه د یوشمېر هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران اسلام اباد ته ورغلي ول.
د ډېسېمبر پر ۱۹مه د یوشمېر هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران اسلام اباد ته ورغلي ول.

په افغانستان کې د بشري بحران پر هواري د بحث لپاره د اسلامي همکاریو سازمان (او ای سي) په فوق‌ العاده غونډه کې له هغه هېواد سره د بشري مرستو ژمنې وشوې.

د ډېسېمبر پر ۱۹مه په یو ورځنۍ غونډه کې د سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو په شمول، په اسلام اباد کې د امریکا، چین او اروپايي ټولنې ډېپلوماټان حاضر ول چې پکې له افغانستان سره د مالي مرستو لپاره د یوه صندوق (فنډ) پر جوړولو هوکړه وشوه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د اسلامي همکاریو سازمان د غونډې په پای کې وویل، هغه مالي صندوق به د اسلامي پراختیايي بانک تر چتر لاندې تنظیمېږي چې له نورو ډلو او سازمانونو سره په همغږۍ به له افغانستان سره د بشري مرستو یو چینل وي.

پاکستان د سعودي عرب په غوښتنه د غونډې کوربه وو. د ۵۷ غړو هېوادونو څخه یې د ۲۲ هغو د بهرنیو چارو وزیران اسلام اباد ته ورغلي ول.

د غونډې په پای کې په اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان د اقتصاد پرځېدو مخنیوي لپاره اړینه ده چې هغه هېواد خپلو مالي سرچینو ته لاسرسی ولري او د افغانستان بانک د اربونو ډالرو کنګل شتمنیو د ورازادولو لپاره پر واقعي لارو چارو غور وشي.

د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته امریکا د افغانستان بانک شاوخوا نهه نیم اربه ډالره شتمني کنګل کړې. خو واشنګټن په وروستیو کې ګڼو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو ته ویلي، په افغانستان کې په مېلیونونو کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

د اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کې د افغانستان څوکۍ چې درې رنګه ملي بیرغ‌ یې هم مخې ته ایښی وو، تشه وه او د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي ته جلا څوکۍ ورکړل شوې وه.

امیرخان متقي د اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کې
امیرخان متقي د اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کې

د طالبانو د پلاوي مشري د متقي او د امریکا د وفد مشري د افغانستان لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي تامس وېسټ کوله.

وېسټ تر غونډې وروسته پر ټوېټر په بیان کې د او ای سي غونډه ګټوره وبلله او د مالي صندوق پرانیستو هرکلی یې وکړ.

د طالبانو یوه ویاند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال، ذبیح‌الله مجاهد له مشال راډیو سره په خبرو کې د اسلامي همکاریو غونډه ګټوره وبلله او زیاته یې کړه چې په غونډه کې "د اسلامي همکاریو سازمان غړو هېوادونو او نورو هېوادونو هم ګډون درلود. ټولو هېوادونو ته د اسلامي امارت له‌ خوا پیغام ورسول شو، هغوی ته ډاډ ورکړل شو. په جلا جلا ډول هم ځینې کتنې وشوې."

د اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کې څرګنده نه‌ شوه چې د افغانستان لپاره څومره اندازه مالي مرسته په پام کې نیول شوې ده.

په همدې حال کې د هند په پلازمېنه نوي دلي کې د هند او مرکزي اسیا د ډایالاګ یا مکالمې غونډه چې د ډېسېمبر پر ۱۸مه پیل شوې وه د اتوار (یکشنبې) پر ورځ پای ته ورسېده. د نوي دلي په غونډه کې د هندیو چارواکو ترڅنګ د تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان، قزاقستان او قرغیزستان د بهرنیو چارو وزيرانو ګډون کړی وو چې له افغانستان سره‌ یې د بشري مرستو پر دوام بحث وکړ.

هندۍ رسنۍ وايي، په غونډه کې پر دې هم ټینګار وشو افغانستان باید بیا د ترهګرۍ په ځاله بدلېدو ته پرې نه ښوول شي.

XS
SM
MD
LG