د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې د چین - پاکستان اقتصادي راهداري نه ترسترګو کېږي. جعفر مندوخېل


د بلوچستان ټرانسپورټ وزیر جعفر خان مندوخېل
د بلوچستان ټرانسپورټ وزیر جعفر خان مندوخېل

د بلوچستان ټرانسپورټ وزیر جعفر خان مندوخېل ویلي دي تر اوسه د چین ـ پاکستان اقتصادي راهدارۍ تر منصوبې لاندې په بلوچستان کې هېڅ یوه لویه پرمختیايي پروژې نه ده پیل شوې.

“د مشال مرکه” کې د خبرو په وخت نوموړي زیاته کړه چې د پاکستان وفاقي حکومت ورسره ژمنه کړې ده چې له ګوادره تر ژوبه او بیا تر ډېره اسماعیل خانه به موټروې جوړوي خو دا خبره لا د پروګرامنګ په کچه ده او لاس پرې لا نه دی پورې شوی.

د بلوچستان ټرانسپورټ وزیر جعفر خان مندوخېل
د بلوچستان ټرانسپورټ وزیر جعفر خان مندوخېل

مندوخېل نور وویل، په دغه اړه مو له وفاقي حکومت سره خپله ګیله شریکه کړې ده. د صوبې ابادي لږه ده نو اکثر ورته هغه توجه نه ورکول کېږي او دغه سیمې ته یوازې له سیاسي نظره کتل کېږي.

د وفاقي حکومت له خوا د بلوچستان لپاره د بېلا بېلو پېکجونو په اړه صوبايي وزیر شېخ جعفر خان مندوخیل وویل چې دغه تش اعلانونه دي او تر اوسه هېڅ مهم کار نه دی ترسره شوی.

بلوچستان کې د چین - پاکستان اقتصادي راهداري نه ترسترګو کېږي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:22:43 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

په صوبه کې د تعلیمي هلو ځلو په اړه نوموړي وویل، دا یوه بدقسمتي ده چې په بلوچستان کې د استادانو شمېره لږه ده. دی زیاتوي که څه هم خرڅ یې بېخي ډېر ورباندې کړی دی خو هومره ګټه یې ترې نه ده پورته کړی.

مندوخېل زیاته کړه په ۴۰ فیصده سیمو کې استادان له سکولونو غیرحاضر دي او ډېر سکولونه هم داسې شته چې زدهکړې پکې نه کېږي.

مندوخیل وویل چې ددغې ستونځو د هواري لپاره حکومت نوې پالیسي جوړه کړی ده. او هڅه کوو چې ټول ماشومان په سکولونو کې داخل شي او استادان په خپلو خپلو سیمو کې خپله وظیفه ترسره کړي. خو انتظامي کمزورۍ هم شته چې په لیرې کولو کې يي تراوسه حکومت نه دې بریالي شوی.

د بلوچستان ټرانسپورټ وزیر جعفر خان مندوخېل په ژوب کې د یوې پرمختیايي منصوبې لیدنه کوي
د بلوچستان ټرانسپورټ وزیر جعفر خان مندوخېل په ژوب کې د یوې پرمختیايي منصوبې لیدنه کوي

جعفر خان مندوخیل وویل ــ په بلوچستان کې د وچکالۍ له کبله د خلکو روزګارونه خراب شوي دي خو مونږ هیله من یو چې کله د چین پاکستان د اقتصادي راهدارۍ پروژې عملي شي نو دغه ستونځه به هم تر ډیره حده هواره شي.

د یوې پوښتنې په ځواب کې د بلوچستان ټرانسپورټ وزیر جعفر خان مندوخېل وویل چې په صوبه کې د مالي پانګو ستونځه نه شته خو ستونځه دا ده چې دغه پانګې څنګه په کا راوستل شي. د هغه په وینا که دا پانګه په سمه توګه ولګېږي نو ولس ته به يې ډېره ګټه ورسي.

XS
SM
MD
LG