د لاسرسي ځای

تازه خبر

په شمالي وزیرستان کې وسله والو یو کس وژلی


پولیس وايي، د جولای ۲۵مې برید د شمالي وزیرستان په میرلي کې شوی دی.
پولیس وايي، د جولای ۲۵مې برید د شمالي وزیرستان په میرلي کې شوی دی.

د شمالي وزیرستان پولیس وايي، په میرلي کې وسله والو یو ۱۷ کلن هلک وژلی دی.

د میرلي د تاڼې يوه چارواکي د جولای پر ۲۵مه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د اتوار پر ورځ "نامعلومه وسله والو" په هرمز سیمه کې واجد وویشت او د پېښې له ځایه وتښتېدل.

دی زیاتوي چې پولیسو د پېښې پلټنې پیل کړي دي.

د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.

دا په داسې حال کې ده چې د جولای پر ۱۵مه هم وسله والو په میرلي کې د ځوانانو د سازمان یو غړی اظهر الدین وژلی وو.

تر دې مخکې د جولای پر ۱۳مه وسله والو په میرلي کې یو ایس کریم خرڅوونکی ویشتلی وو. چارواکي وايي، محمد شبیر د پنجاب صوبې د بهاولپور اوسېدونکی وو.

د اتوار له پېښې سره، سږ کال په شمالي وزیرستان کې د هدفي بریدونو شمېر ۳۵ ته ورسېد چې پکې د قبایلي مشرانو، حکومتي کارکوونکو او سرتېرو په ګډون لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

تېر کال په هغه قبایلي ضلع کې ۴۶ هدفي بریدونه شوي ول.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال په نیمايي کې په شمالي وزیرستان کې عملیات پیل کړل چې تر ۲۰۱۶ز کال پورې روان ول. د عملیاتو له وجې تر یو میلیون زیات خلک کډوال شول چې زیاتره یې په پړاوونو کې خپلو کلیو او کورونو ته ستانه شوي.

د ۲۰۱۸ز کال په پای کې په سیمه کې وسله وال فعالیتونه بیا پیل شول. پولیس او امنیتي چارواکي وايي، وخت په وخت د وسله والو ضد عملیات کوي او هڅه کوي چې د سیمې امنیت ټینګ کړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG