د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې وسله والو دوه کسان ژوبل کړي، یو یې تښتولی


پولیس وايي، د جولای ۳۱مې برید په میرلي کې شوی.
پولیس وايي، د جولای ۳۱مې برید په میرلي کې شوی.

په شمالي وزیرستان کې وسله والو د موبایل ټېلېفونونو دوکان پر مالکانو برید کړی دی چې پکې دوه کسان ژوبل شوي دي.

د میرلي د تاڼې یوه چارواکي د جولای پر ۳۱مه شپې ناوخته د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې وسله والو ماخوستن مهال د موبایل ټېلېفونونو دوکان مالکان وویشتل او یو کس یې له ځانه سره وتښتاوه.

دی وايي، ژوبل کسان کاشف الله او رسول نومېږي چې د میرلي د حسوخېلو اوسېدونکي دي. د پولیسو په خبره، تښتول شوی کس عاطف نومېږي.

د حملې او تښتونې ذمه واري چا نه ده منلې.

دا برید پر داسې مهال شوی چې په شمالي وزیرستان کې د ناامنیو پېښې زیاتې شوې دي.

د جولای ۳۱مې له حملې سره په شمالي وزیرستان کې د سږنیو هدفي بریدونو شمېر ۳۷ ته لوړ شوی دی چې پکې د قبایلي مشرانو، حکومتي کارکوونکو او سرتېرو په ګډون لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

تر دې مخکې د جولای پر ۲۸مه وسله والو په میرامشا کې دوه ملکان ووژل. تېر کال په هغه قبایلي ضلع کې ۴۶ هدفي بریدونه شوي ول.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال په نیمايي کې په شمالي وزیرستان کې عملیات پیل کړل چې تر ۲۰۱۶ز کال پورې روان ول.

د عملیاتو له وجې تر یو میلیون زیات خلک کډوال شول چې زیاتره یې په پړاوونو کې خپلو کلیو او کورونو ته ستانه شوي دي.

د ۲۰۱۸ز کال په پای کې په سیمه کې وسله وال فعالیتونه بیا پیل شول.

پښتون ژغورنې غوځنګ تور پورې کوي‌ چې د وسله والو د بیا راغونډېدو او فعاله کېدو ترشا د پاکستان د امنیتي او جاسوسي ادارو لاس دی خو هغوی دا نه مني.

پولیس او امنیتي چارواکي وايي، وخت په وخت د وسله والو ضد عملیات کوي او هڅه کوي چې د سیمې امنیت ټینګ کړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG