د لاسرسي ځای

تازه خبر

میرلي: د ځوانانو تنظیم د هدفي بریدونو ضد مظاهره وکړه


د شمالي وزیرستان د ځوانانو تنظیم وايي، حکومت دې د هدفي بریدونو مخه ونیسي.
د شمالي وزیرستان د ځوانانو تنظیم وايي، حکومت دې د هدفي بریدونو مخه ونیسي.

په شمالي وزیرستان کې د هدفي وژنو پرضد ځايي خلکو احتجاج کړی دی. دا مظاهره او احتجاج په میرلي کې وشول چې پکې ګڼو خلکو برخه واخېسته.

د شمالي وزیرستان ځوانانو تنظیم له خوا د جولای پر ۱۶مه په شوي احتجاج کې غوښتنه شوې چې حکومت دې په یاده سیمه کې د هدفي وژنو مخه ونیسي او امن دې پر ځای کړي.

په احتجاج کې شامل د پښتون ژغورنې غورځنګ یو غړي عادل داوړ مشال راډیو ته وویل:

"زموږ د احتجاج بنیادي مقصد دا و چې پوځ خو په سیمه کې د ضرب عضب په نوم عملیات وکړل او بیا یې وویل چې سیمه یې له وسله والو نه پاکه کړې ده نو اوس بیا ولې خلک په هدفي بریدونو کې وژل کېږي؟ "

عادل داوړ وايي، د ضرب عضب عملیاتو د ختمېدو نه پس په تېرو څو کلونو کې د هغه په وینا په شمالي وزیرستان کې د ۴۰۰ نه زیات هدفي بریدونه شوي چې پکې سلګونه ځايي خلک او مخور مشران وژل شوي دي. نوموړی وايي، د پوځ، پولیسو او امنیتي پوستو په موجودګۍ کې بریدګر څنګه خلک وژني او بیا په تېښته هم بریالي کېږي؟

د ځوانانو د تنظیم یو بل غړي لالا داوړ مشال راډیو ته وویل، غوښتنه یې له حکومته دا ده چې د هدفي بریدونو مخه دې ونیسي او په دغو بریدونو کې وار له مخه د وژلو شویو وزیرستانیانو کورنیو ته دې د شهدا پیکیج مطابق پیسې ورکړي.

دا له هغه وروسته ده چې په تېرو دوو ورځو کې هلته دوه تنه په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

امنیتي چارواکي وايي، دوی د پخوا پرتله امن پر ځای کړی دی او نور هم هڅه کوي چې د بدامنیو مخه ونیسي.

XS
SM
MD
LG