د لاسرسي ځای

تازه خبر

میرامشاه کې دوه ځايي ملکان په هدفي برید کې وژل شوي


د میرامشاه پولیس تاڼې یوه چارواکي او ځايي خلک وايي، د ښارګوټي په سرګردان چوک کې د شورو/چارشنبې پر ورځ د ناڅرګندو وسله والو په یوه هدفي برید کې دوه قبایلي مشران ملک صاحب رحمان او ملک خیروالله وژل شوي او بریدګر یې په تېښته بریالي شوي دي.

د سیمې خلک وايي چې د پېښې ښکار د همځونۍ سیمې پر ملک صاحب رحمان وړاندې هم څوځله بریدونه شوي ول.

د پولیسو مشر شفيع الله ګنډه پور وویل چې د نامعلومو کسانو پرضد یې پرچۍ کښلې ده، پلټنې کړي او په پېښه کې د ککړو کسانو د ګرفتارۍ لپاره به خپل ټول وسایل په کار راوړي.

د پولیسو په وینا د وژل شویو مشرانو مړي یې روغتون ته یووړل او وروسته یې خپلوانو ته وسپارل.

د شمالي وزیرستان اوسېدونکي وايي چې د هدفي وژنو نه ختمیدونکې لړی روانه ده، په بیا بیا یې خپل ږغ پورته کړی او له سرکاره او پولیسو یې د دې پېښو د مخنیوي غوښتنې کړې دي خو ځوانان او مشران یې روزانه وژل کېږي.

روانه جولاي میاشت کې تر دې وړاندې هم ځايي مشران ملک عبد الرحمان، ملک صلاح الدین او نور ځوانان په هدفي بریدونو کې نامعلومو وسله والو ووژل.

په سیمه کې روان کال کې د هدفي بریدونو دغه ۳۶مه پېښه ده. پروسږ کال دغلته ۴۶ هدفي بریدونه رپورټ شوي دي.

په شمالي وزیرستان کې د تاوتریخوالي پېښې او هدفي بریدونه یو په بل پسې زیاتېږي. ځايي ولس په وار وار د دغه ناامنيو پرضد احتجاجونه کړي، د امن باوري کولو غوښتنې یې تکرار کړې دي. بلخوا حکومت او پوځ هم بیا بیا ادعاوې کړي چې سیمه یې له وسله والو پاکه کړې، هغوی یې شړلي دي او د پاتې وسله والو پرضد یې مخصوص عملیات هم روان دي خو ورسره ورسره هلته د هدفي بریدونو خونړۍ لړۍ لاهم دوام لري.

XS
SM
MD
LG