د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې یوه ښځه په هدفي برید کې وژل شوې


پولیس وايي پر ښځې برید په میرلي کې شوی
پولیس وايي پر ښځې برید په میرلي کې شوی

بنو - پولیس وايي، په شمالي وزیرستان کې یو وسله وال برید شوی چې پکې یوه ښځه وژل شوې ده.

د پولیسو یوه لوړپوړي چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، مشال راډیو ته یې وویل چې پېښه د جولای ۲۳مې پر سهار په میرلي کې شوې ده.

د ده په خبره، دې ښځې له خپل پټي څخه واښه رېبلي ول او د کور پر لوري روانه وه چې پر موټرسایل سپرو وسله والو ورباندې ډزې وکړې.

پولیس وايي، د ناپېژندلیو وسله والو پر ضد یې مقدمه دایره کړې چې تر پېښې وروسته تښتېدلي دي.

پولیسو د ښځې نوم و نه ښود او دا یې هم و نه ویلای شول چې هغه ولې وژل شوې.

دا روان کال لومړی ځل دی چې په وسله وال برید کې یوه ښځه په نښه شوې.

پولیس چارواکی زیاتوي چې د وسله والو د نیولو لپاره یې سیمه کلابنده کړې او پلټنیز عملیات یې پیل کړي.

تر دې حملې دوه ورځې مخکې د جولای ۲۱مې پر ماښام هم د شمالي وزیرستان په همزوني کلي کې هدفي برید شوی وو چې پکې د سیمې یو مشر ملک افسر ووژل شو.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال په نیمايي کې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو ډلو پر ضد عملیات پیل کړل چې له وجې یې شاوخوا ۱۰ لاکه خلک کډوال شول.

پر ۲۰۱۶ز کال حکومت په سیمه کې د عملیاتو تر پای وروسته زیاتره کډوال ستانه کړل او تر یوې مودې پورې هلته د امنیت وضع ښه وه خو له تېرو څه د پاسه دوو کلونو راهیسې هلته د هدفي وژنو یو شمېر پېښې شوې دي.

د سیمې اوسېدونکو د وژنو ضد څو ځلې مظاهرې کړې دي خو انتظامي او امنیتي چارواکي وايي، نه یوازې له خلکو وسلې ټولوي بلکې د حملو مخنیوي هڅې هم کوي.

د ښځې له وژنې سره په ۲۰۲۰ز کال کې په شمالي وزیرستان کې د هدفي بریدونو شمېر ۲۲ ته رسېدلی.

تر دې مخکې په ۲۰۱۹ز کال کې په شمالي وزیرستان کې ۵۱ هدفي بریدونه شوي ول.

په دې حملو کې لسګونه کسانو ته، چې پکې ځینې ځايي مشران، سرکاري افسران او امنیتي سرتېري هم شامل ول، مرګ-ژوبله اوښتې.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG