د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان انتظامیه وايي له زلزله ځپلو سره یې مرستو ته دوام ورکړی


د شمالي وزیرستان انتظامیه وايي، د جون پر ۲۶مه یې له ډېورنډ کرښې سره نېږدې زلزله ځپلو ته مرستې ورکړې.
د شمالي وزیرستان انتظامیه وايي، د جون پر ۲۶مه یې له ډېورنډ کرښې سره نېږدې زلزله ځپلو ته مرستې ورکړې.

د شمالي وزیرستان انتظامیه وايي، په افغانستان کې یې له زلزله ځپلو وزیرستانیو کډوالو او افغانانو سره د مرستو بهیر ته دوام ورکړی دی.

د ضلعې انتظامي مشر شاهد علي خان مشال راډیو ته وویل، د خیبر پښتونخوا حکومت او پوځ د جون پر ۲۶مه په لوړه منډيۍ کې زلزله ځپلو ته خیمې، کمپلې، خواړه او نور سامانونه ورکړي.

ده وویل، د مرستو دا بهیر به د اغېزمنو خلکو د ورځني ژوند تر بحالۍ پورې دوام لري.

په همدې حال کې پوځ ویلي دي چې په شمالي وزیرستان کې یې له ډېورنډ کرښې سره نېږدې طبي کیمپونه جوړ کړي دي.

په شمالي وزیرستان کې د پوځ مشر مېجر جنرال محمد نعیم اختر د جون پر ۲۵مه مشال راډیو ته وویل، کیمپونه یې په لوړه منډیۍ، پڅه مېله او د سپېرې ولسوالۍ له افغان دوبۍ سیمې سره نېږدې پر پوله جوړ کړي دي چې پکې د ژوبلو او ناروغانو درملنه کېږي.

د پاکستان پوځ یو ډاکتر پر ډېورنډ کرښه د یوه ناروغ د معاینې پر مهال - د جون ۲۴مې انځور.
د پاکستان پوځ یو ډاکتر پر ډېورنډ کرښه د یوه ناروغ د معاینې پر مهال - د جون ۲۴مې انځور.

په خوست کې د طالبانو حکومت روغتیايي چارواکي وايي، د جون ۲۲مې تر نیمې شپې وروسته په زلزله کې په سپېرې ولسوالۍ کې د وژلیو شمېر ۳۶ ته رسېدلی دی. چارواکو د جون پر ۲۵مه وویل چې په هغه ولسوالۍ کې په زلزله کې ټول ۱،۳۴۷ کسان ژوبل شوي دي.

زلزلې د خوست، پکتیکا او ننګرهار او د پولې هغې خوا ته د شمالي وزیرستان په ګډون د افغانستان او پاکستان یوشمېر ښارونه ولړزول.

د طالبانو حکومت په وینا، په ټولو سیمو کې د مړو شویو شمېر ۱،۱۵۰ ته رسېدلی او لږترلږه ۱،۶۰۰ کسان ژوبل دي. خپلواکه سرچینو د طالبانو د حکومت ارقام نه دي تایید کړي خو ملګرو ملتونو د جون پر ۲۲مه ویلي ول چې په زلزله کې د وژل شویو کسانو شمېر ښايي خورا لوړ وي.

کندهار کې ځايي وګړي له زلزله ځپلو سره د مرستو راغونډولو لپاره راوتلي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:09 0:00

د سپېرې ولسوالۍ په افغان دوبۍ سیمه کې د شمالي وزیرستان هغو کډوالو کورنۍ هم مېشتې دي چې د ۲۰۱۴ز کال د جون په نیمايي کې د وسله والو پرضد د پاکستان پوځ د عملیاتو له وجې د ډېورنډې له کرښې هغې خوا ته اوښتي ول.

د پاکستان حکومت د جون پر ۲۳مه د غلام خان او انګور اډې لارې پرانیستې چې له هغې خوا څخه ژوبل کسان د درملنې لپاره صحي کیمپونو او همداراز، د پاکستان روغتونونو ته ولېږدېدای شي.

جنرال نعیم زیاتوي چې د پولې هغې خوا ته یې د مداخېلو قبیلي او نورو کډوالو ته مرستې رسولي دي.

بلخوا د جماعت اسلامي د خیر ښېګړې څانګې الخدمت فاونډېشن هم د جون پر ۲۴مه او ۲۵مه له زلزله ځپلو سره په خوراکي او نورو شیانو بار یوشمېر لارۍ افغانستان ته لېږدولې دي.

د جون په ۲۵مه هم د خوست هوايي ډګر ته له پاکستان، عربي متحده اماراتو، ایران او قطر څخه په بېلابېلو پروازونو کې له زلزله ځپلو سره د مرستو توکي ورورسېدل چې د ځمکني ټرانسپورټ له لارې يې د خوست سپېرې او د پکتیکا ګیان او برمل ولسوالیو ته د لېږد بهیر روان دی.

د جون ۲۲مې زلزلې تر ټولو زیات زیان د پکتیکا ګیان، برمل، نېکې او زیړوک ولسوالیو ته اړولی دی. د هغه ولایت په برمل ولسوالۍ کې هم د شمالي وزیرستان د کډوالو یوشمېر کورنۍ مېشتې دي.

XS
SM
MD
LG