د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپريم کورټ: د احتساب قامي ‌اداره يو طرفه احتساب کوي


د پاکستان سپريم کورټ
د پاکستان سپريم کورټ

د پاکستان سپريم کورټ د مسلم ليګ (ن) د يو مشر خواجه سعد رفيق او د هغه د ورور د ضمانت په پریکړه کې ويلي چې د احتساب اداره په سیاسي انتقامي کاروایانو کې ککړه ده.

سپريم کورټ د جولای په شلمه په خپله پریکړه کې ويلي چې احتساب قامي‌اداره یا نېب د سیاسی ګوندونو په ماتولو، د خلکو د سیاسی وفاداریانو بدلولو، د مخالفینو په ځورونو او په یو طرفه احستاب کې ښکېله ده.

خواجه سعد رفيق او د هغه د ورور خواجه سلمان رفيق د پيراګون هاوسینګ سکيم په مقدمه کې د درغلۍ په تورونو قامي احتساب ادارې د ۲۰۱۹ کال د جون په اتلسمه تر هغې وروسته نيولي وو چې په یاده مقدمه کې يې لاهور های کورټ د ضمانت درخواست رد کړ.

له ډېر وخت راهیسې د اپوزیشن ګوندونو دريځ‌ وو چې د احتساب اداره د مخالفو سياستوالو خلاف کارېږي. اوس سپريم کورټ هم دا خبره تاييد کړه
شاهد خاقان عباسي

د پاکستان پخواني وزير اعظم او د مسلم ليګ (ن) ګوند يو بل مشر او پخواني وزیراعظم د جولای په ۲۱مه په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته د وينا پر مهال د سپريم کورټ د دې پریکړې په اړه وويل: ((دې پريکړې سره اعلی ترينې عدليې د احتساب د ادارې په اړه نه یوازې د اپوزیشن ګوندونو د دريځ حمايت کړی بلکې یو ګام مخکې تللی دی او احستاب ادارې ریښتونې څېره يې د پاکستاني ولس پر وړاندې بربنډه کړې. سپريم کورټ په خپله پریکړه کې ليکلي دي چې د احتساب ادارې په ټوله نړۍ کې د پاکستان سپکاوی کړی.))

مشال راډیو ته رسېدلې د جسټس مقبول باقر لخوا ليکل شوې دې ۸۷ پاڼې پریکړه کې راغلي چې د احتساب اداره بغیر له څه جواز او ثبوت خلک ونيسي او په میاشتو او ځيني وخت یې کلونه بندي کړي. حال دا چې د قانون له مخه احتساب اداره په ۳۰ ورځو کې د چا پر ضد د کاروايي مکمل کولو پابند ده.

د پاکستان پخوانی اټارني جنرل او د قانون پخوانی وفاقي وزير افتخار ګيلاني وايي چې دا یوه تاریخي پریکړه ده. ((په داسې ماحول کې داسې فېصله کول زما په اند د پاکستان لپاره یو بهترينه پريکړه ده چې قاضي باقر وکړه خو اوس دې الله هغه ته خير وکړي زما خو هغه ته دعا ده.))

موږ د حکومتي او اپوزيشن سياستوالو په خلاف يو شان کاروايي‌کړې ده. بلاامتيازه تحقیقات کوو.
سلما بېګ

په دې پریکړه کې ويل شوي چې له سزا څخه مخکې یو کس بنديوانول او په هغه لګول شوي تورونه په ډاګه کول د هغه کس ټولنيز شهرت ته سخت زیان اړوي او په ټولنه کې د هغه پر ضد کرکه پاريږي چې له وجې یۍ کورنۍ او نيږدي خلک د سخت ذهني فشار سره مخ کيږي.

د قامي احستاب ادارې يوه ویانده سلما بيګم وايي چې چې دوی بلا امتیاز احتساب کوي.

هغې د جولای په شلمه مشال راډيو ته وويل: ((په خيبر بښتونخوا کې د وزير اعظم عمران خان پر ضد کيس روان دی. د وزير دفاع پرويز خټک پر ضد هم کېس شته دی. نو موږ د حکومت او اپوزيشن دواړو احتساب کوو چې کله عمران خان منتخب شو نو لا يې د وزير اعظم د څوکۍ سوګند نه وو اخیستی چې موږ راغوښت. دی پلټنو ته حاضر شو. عاصمه عالمګير د پاکستان پيپلز ګوند سره تعلق لري او چې موږ سره په پلټنو کې همکاري کوي نو هغه مو نه ده ګرفتاره کړې نو څوک هم چې موږ سره په پلټنو کې مرسته کوي هغه موږ نه نيسو او احتساب بلا امتیاز کوو.))

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG