د لاسرسي ځای

تازه خبر

شهباز شريف: د حکومت ټول پام له اپوزيشنه د انتقام اخيستو پر لور دی


شهباز شريف : ارشېف
شهباز شريف : ارشېف

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې اپوزيشن مشر پر مرکزي حکومت تنقيد کړی چې مسلم ليګ نواز په خپلو درېو حکومتونو کې دومره پور نه وو اخيستي لکه چې د عمران خان په مشری حکومت په تېرو دوو کلونو کې اخيستی دی.

شهباز شريف د اګست پر ۲۴مه نېټه په اسلام اباد کې د خبرې غونډې پر مهال پر حکومت تور پورې کړ چې د هېواد د ستونزو هوارولو پر ځای يې ټول پام له اپوزيشن څخه د غچ اخيستو پر لور اړولی دی.

واکمن تحريک انصاف د هېواد د ستونزو هوارولو پر ځای ټول پام له اپوزيشنه د غچ اخيستو پر لور اړولی دی.
شهباز شريف

خو د پاکستان د اطلاعاتو او نشرياتو وزير د شهباز شريف د څرګندونو په ځواب کې برعکس پر مسلم ليګ نواز تور پورې کړی چې د ده په وينا چې دا ګوند د هېواد د ننۍ ستونزیو ذمه واره دی.

د اګست پر ۲۴مه په اسلام اباد کې خبرې غونډې ته د وينا پر مهال شبلي فراز وويل، چې د مسلم ليګ نواز د حکومت د ناکامو پاليسيو له کبله خلکو د ۲۰۱۸ز کال په ټولټاکنو کې دغه ګوند رد کړ.

شهباز شريف وويل چې د کورونا وايرس خپرېدو د مخنيوي په لړ کې د حکومت د تګلارې له کبله دده په خبره په لاکونو خلک بې روزګاره شول، کاروبارونه په ټپه ولاړ دي، سوداګر پرېشانه دي او د ده په وينا د وزيراعظم او احتساب قامي ادارې نېب په ګډه پنګه اچوونکي دومره ويرولي چې هغوي اوس سرمايه کارۍ ته زړه نه ښه کوي.

نوموړي د مسلم ليګ نواز پخواني حکومتونو د عمران خان په مشری د تحريک انصاف له اوسني حکومت سره پرتله کړل او ادعا يې وکړه چې د دوی په واکمنۍ کې هېواد پر ښه لور روان وو خو د ده په خبره اوس معیشت، درامدات، برامدات او سرمايه کاري راکښته شوي دي.

د مسلم ليګ نواز پخواني حکومت ټول پام د شخصي ګټو پر لور وو.
شبلي فراز

خو شبلي فرازبیا برعکس تور پورې کړ چې مسلم ليګ نواز پخواني حکومت ټول پام د شخصي ګټو پر لور وو.

دده په ادعا چې د پاکستان د صحت او تعليم خراب حالت او د بجلۍ او ګېس د لوړو بيو ذمه وار د مسلم ليګ نواز پخوانۍ حکومت دی. نوموړي تور پورې کړ چې شهباز شريف د خلکو د خواخوږي خپلولو لپاره دغسې خبرې کوي.

خو ځينې کارپوهان بيا اپوزيشن او واکمن دواړو ګوندونو باندې تنقيد کوي. د سياسي چارو پوه قريش خټک وايي، په دې هېواد کې چې د چا حکومت راغلی دی نو هغه د ولس د ګټو پر ځای له اپوزيشن سره لاس وګرېوان شوي دي. د ده په وينا، اوسنۍ حکومت هم د پخوانيو هغو پر لور روان دی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG