د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیاستوالان: وفاقي حکومت او ملګري یې د خیبر پښتونخوا ګورنر څوکۍ جمعیت علمای اسلام ته ورکوي


حاجي غلام علي وايي وزیراعظم شهباز شریف، اصف زرداري او د پي ډي اېم نور ملګري يې په نوم سلا شوي دي - پخوانی انځور.
حاجي غلام علي وايي وزیراعظم شهباز شریف، اصف زرداري او د پي ډي اېم نور ملګري يې په نوم سلا شوي دي - پخوانی انځور.

د جمعیت علمای اسلام (ف) یو مخکښ سیاستوال حاجي غلام علي وايي چې په وفاقي اېتلافي حکومت کې شاملو او ملګرو ګوندونه یې د خیبر پښتونخوا د ګورنر څوکۍ ته پر نوم سلا شوي دي او په راتلونکو ورځو کې به یې رسمي اعلان وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا د ګورنر څوکۍ د روان کال په اپرېل کې د پخواني ګورنر شاه فرمان تر استعفا وروسته خالي شوه. هغه د وزیراعظمۍ له دندې څخه د تحریک انصاف د مشر عمران خان تر ګوښه کېدو وروسته استعفا ورکړې وه.

د عوامي نیشنل ګوند صوبايي مشر اېمل ولي خان هم وايي چې ګوندونه د غلام علي پر نوم متفق دي.

علي د اکتوبر پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل چې په پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) او په حکومتي اېتلاف کې د شاملو او ملګرو ګوندونو مشرانو لومړی غوښتل چې خپل سیاستوالان هغې څوکۍ ته ونوموي خو بیا "جمعیت ته د دې څوکۍ پر ورکولو سلا شول."

دی وايي، وزیراعظم شهباز شریف، د پیپلز ګوند مشرانو اصف علي زرداري او بلاول بوټو زرداري او داراز، عوامي نیشنل ګوند هم متفق شوي دي چې د صوبې نوی ګورنر دې د جمعیت علمای اسلام (ف) سیاستوال شي.

شاه فرمان په اپرېل کې د ګورنرۍ له دندې استعفا ورکړه - پخوانی انځور.
شاه فرمان په اپرېل کې د ګورنرۍ له دندې استعفا ورکړه - پخوانی انځور.

د عوامي نیشنل ګوند صوبايي مشر اېمل ولي خان وايي، لومړی دوی غوښتل چې د خپل ګوند مخکښ سیاستوال میا افتخار حسین د ګورنرۍ څوکۍ ته ونوموي خو "جمعیت په موږ جرګه وکړه. هغه جرګه موږ ومنله او د حاجي غلام علي په نوم متفق" شول.

اېمل ولي خان د اکتوبر پر ۲۹مه له مشال راډیو سره په خبرو کې زیاته کړه چې نه پوهېږي چې پر دې اتفاق سربېره ولې د صوبې نوی ګورنر نه ټاکل کېږي.

موږ په دې اړه د وفاقي اېتلافي حکومت مسلم لیګ (ن) له یوشمېر مشرانو سره رابطې وکړې خو په خبرو ورسره و نه توانېدو.

د پاکستان له اساسي قانون سره سم، ګورنر د صوبې دولتي مشر وي او په صوبه کې د وفاق استازی وي چې په دې توګه انتظامي واک نه لري. د ایین له مخې، د هېواد ولسمشر د وزیراعظم په مشوره د صوبې ګورنر ټاکي.

XS
SM
MD
LG