د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خيبر پښتونخوا او سيند ګورنرانو له خپلو څوکيو استعفا ورکړې

د خيبر پښتونخوا پخوانی ګورنر شاه فرمان. انځور له ارشيفه
د خيبر پښتونخوا پخوانی ګورنر شاه فرمان. انځور له ارشيفه

د پاکستان په خيبر پښتونخوا او سیند صوبو کې له پاکستان تحريک انصاف ګوند سره اړه لرونکو ګورنرانو استعفا ورکړې ده.

د سیند ګورنر عمران اسماعيل پرون (اپريل ۱۱مه) په خپل استعفاليک کې ليکلی چې دی د پاکستان له نوي وزيراعظم شهباز شريف سره په حکومت کې کار نه کول غواړي.

تر دې يوه ورځ مخکې د خيبر پښتونخوا ګورنر شاه فرمان هم په خپل استعفاليک کې ورته خبرې ليکلي وې.

د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر عمران خان د اپريل پر ۱۰مه د قامي اسمبلۍ لخوا د عدم اعتماد تحريک له لارې د وزيراعظمۍ له دندې لیرې ګړل شو او پر ځای یې د پاکستان مسلم ليګ (ن) مشر، ميا محمد شهباز شريف انتخاب شو.

  • انځور سایز

    مشال راډیو

    مشال راډیو د ۲۰۱۰ز کال د جنورۍ له ۱۵مې راهیسې د خیبر پښتونخوا، د بلوچستان پښتون مېشته سیمو او د ډېورنډ له کرښې سره د افغانستان پښتون مېشته سیمو لپاره خپرونې کوي.

XS
SM
MD
LG