د لاسرسي ځای

تازه خبر

ستولتنبرګ: روسيه د ناټو غړو هېوادونو ته مستقيم خطر پېښوي


د ناټو مشر ینس ستولتنبرګ د جون پر ۲۹مه د هسپانيې په سرښار مدريد کې د سازمان سرمشريزې ته وينا کوي.
د ناټو مشر ینس ستولتنبرګ د جون پر ۲۹مه د هسپانيې په سرښار مدريد کې د سازمان سرمشريزې ته وينا کوي.

ناټو روسیه د خپلو غړو هېوادونو د امنیت لپاره "ډېر د پام وړ او مستقيم خطر" ګرځولې ده. دا په داسې حال کې ده چې پر اوکراین د مسکو "ناتاره یرغل" دوام لري.

د جون پر ۲۹مه د هسپانیې په پلازمېنه مدرید د ناټو مشرانو یو بیان خپور کړ چې پکې د لويديزو هېوادونو د هغه پوځي اتحاد مشر ینس ستولتنبرګ وویل، تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته پر اوکراین د روسيې یرغل "تر ټولو لوی امنیتي بحران" دی.

ناټو د روسيې یرغل پر وړاندې د اوکراین د سیاسي او عملي مرستو زیاتولو ژمنه هم وکړه. پر دې مهال ستولتنبرګ وویل چې اوکراین د خپلې ازادۍ تر څنګ د "لويديزو ارزښتونو او امنیت" لپاره هم جګړه کوي.

د اوکرايني ولسمشر ګيلې

د ناټو سرمشریزې ته په ویډیويي وینا کې د اوکراین ولسمشر وولودیمير زېلېنسکي ګيله وکړه چې هغه سازمان يې د هېواد "بشپړ ملاتړ نه کوي." نوموړي روسيو ځواکونو ته د ماتې ورکولو لپاره له ناټو څخه د لا نورو وسلو غوښتنه هم وکړه.

د اوکراین ولسمشر وولودیمير زېلېنسکي د جون پر ۲۹مه په مدريد کې د ناټو سرمشريزې ته وينا کوي
د اوکراین ولسمشر وولودیمير زېلېنسکي د جون پر ۲۹مه په مدريد کې د ناټو سرمشريزې ته وينا کوي

زېلېنسکي سرمشريزې ته وویل چې د روسۍ توپخانې د برلاسيتوب ختمولو لپاره نورو پرمختلليو نظامونو او توپخانې ته اړتیا لري. نوموړي همداراز وویل چې د وسلو تر څنګ مالي مرسته هم ورته ډېره مهمه ده.

نوموړي تر دې وړاندې هم په بیا بیا له لويديزو هېوادونو د لا زیاتو پوځي مرستو غوښتنه کړې ده.

تر نوموړي مخکې، د امريکا ولسمشر جو بایډن وویل چې هېواد يې په هسپانیا کې د بېړیو ویشتونکو شمېر له څلور څخه شپږو ته لوړوي.

نوموړي وویل، واشنګټن به د اېف-۳۵ جنګي الوتکو دوه ډلې برتانیا ته واستوي او په پولینډ کې به پینځم پوځي دفتر هم پرانیزي.

ولسمشر بایډن وویل، ناټو اېتلاف اوسمهال تر بل هر وخته زیات ضروري دی او زیاته یې کړه چې هغه سازمان به د "ځمکې، هوا او سمندر" په ګډون په هر ډګر کې پیاوړی کړي.

بلخوا بايډن په وروستيو کې اوکراين ته د شاوخوا یو ارب ډالرو وسلو ورکولو اعلان کړی دی.

تر دې مخکې، روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین د ناټو سازمان پراختیا پر اوکراین د خپل هېواد د یرغل دلیل او لامل په توګه یاده کړې ده.

د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین د روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین "بې له پارونې یرغل" په ناټو کې د شاملېدو په اړه د فېنلینډ او سویډن د ولسونو ذهنیتونه په ډراماټیکه توګه بدل کړل.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG