د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت به خپلو ناکاميو له وجې رانسکورېږي: اپوزشن


د پاکستان اپوزشن ګوندونو مشرانو په ۲۰۱۹ز کال د جون په مياشت کې ټول ګونديز غونډې لپاره په اسلام اباد کې راغونډ شوي وو. (ارشیف)
د پاکستان اپوزشن ګوندونو مشرانو په ۲۰۱۹ز کال د جون په مياشت کې ټول ګونديز غونډې لپاره په اسلام اباد کې راغونډ شوي وو. (ارشیف)

د پاکستان پخواني وزيراعظم او د مسلم ليګ ن يو مخکښ شاهد خاقان عباسي دعوه کړې چې واکمن تحريک انصاف سره اکثريت پاتي نه دي او د دې ثبوت دا دی چې کلنی بجټ په ساده اکثريت سره منظور کړل شو. نوموړي د جولايي په دوېمه مشال راډيو ته وويل چې حکومتي ګوند ډير نازک حالاتو سره مخ دي.

د پاکستان پخواني وزيراعظم شاهد خاقان عباسي
د پاکستان پخواني وزيراعظم شاهد خاقان عباسي


((موږ به حالاتو ته ګورو. څومره اتحاديان ناراضه دي. څومره شمېر کې حکومتي اتحاد کې شامل غړي خپه دي. له دې وروسته به دې خبرو ته هم پام کوو چې ايا اکثريت ترلاسه کولي شو او کنه؟ ايا وزيراعظم اسمبلۍ ماته کړي. دا يو پيچيلي عمل دي دا اسانه خبره نه ده. موږ د احتساب مخي ته ولاړ يو. موږ ته د مصلحت ضرورت نېشته.))

نوموړي دا څرګندونې په داسي حال کې کړي چې په قامي اسمبلي کې واکمن تحريک انصاف ګوند د خپلو اتحاديانو په مرسته د ۱۶۰ ووټونو سره د راتلونکې مالي کال لپاره بجټ منظور کړ. د اپوزشن ګوندونو ۱۱۹ غړو د بجټ مخالفت وکړ. دا وخت په پارليمان کې د اپوزشن ګوندونو مسلم ليګ ن ۸۴، د پيپلز پارټۍ ۵۵، د متحده مجلس عمل ۱۵، د بلوچستان نېشنل پارټۍ ۴، پښتون ژغورني غورځنګ دوه، جماعت اسلامي يو او عوامي نېشنل پارټۍ يو غړي دي.

په پاکستان کې اپوزشن ګوندونو په وار وار د وزيراعظم عمران خان لېري کولو خبره کوي خو دا خبرې تر خبري غونډو پوري محدوده دي. د پنجاب پخواني ګورنر او د پيپلز پارټۍ مخکښ سردار لطيف کوسه د جولايي په دويمه مشال راډيو ته وويل چې موجوده حکومت به د خپلو ناکاميو له وجې رانسکور شي.

ده زياته کړه: (( اپوزشن ګوندونه متحد دي. په دي کې شک نېشته. حکومت سره وژن نېشته او نه هم ورسره د هېواد معيشت ښه کولو لپاره فارمولا شته. زمه خيال نه دي چې ولس به موجوده حکومت نور برداشت کړي.د کال اخري پوري به ولس سړکونو ته راوځي.))

خو لطيف کوسه مشال راډيو ته دا هم وويل چې يو اپوزشن ګوند په خپلو غړو کنټرول نه لري. خو نوموړي د دغه ګوند نوم وانخست.

په قامي اسمبلي کې د اپوزشن ګوندونو د مسلم ليګ ن او پيپلز پارټۍ وروسته د متحده مجلس عمل تر ټولو زيات غړي دي. د ۲۰۱۸ز کال د جولايي مياشتې عامو انتخاباتو راهېسي د جمعيت علما اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمن د حکومت ضد مظاهرې او پرلت کړي.

د جمعيت علما اسلام ف په اسلام اباد کې په ۲۰۱۹ کال د اکتوبر په مياشت کې د ازادې په نامه د حکومت ضد لاريون کړي وو. د ياد ګوند يو مخکښ حافظ حمد الله د جولايي په دويمه مشال راډيو ته وويل چې اپوزشن ګوندونو کې دننه هم انتشار موجود دي او د دې ګټه حکومت ته رسېږي.

ده زياته کړه: ( په صدارتي انتخاباتو کې اپوزشن تقسيم وو. کله چې د وزيراعظم انتخابات وو هلته هم اپوزشن تقيسم وو. د پوځ مشر د مودې غځولو مسله راغله هلته هم د اپوزشن قبله معلومه نه وه. بيا چې کله د سېنېټ چيرمين لپاره د ووټ مسله راغله نو هلته د اپوزشن اکثريت وو خو هغه په اقليت بدل شو. د لويو جماعتونو خلک ولاړو. نو د اپوزشن په لېکو کې انتشار دي. د حکومت هم خپل اتحاديانو سره اعتماد نېشته چې د هغې په نتيجه کې حکومت مضبوط وي.

د عمران خان درې ورځې مخکې وينا د هغه د کمزوري علامت دي.: حافظ حمدالله


د حافظ حمد الله په خبره موجوده حکومت مکمل ناکامه شوي دي.

بلخوا د اطلاعاتو وفاقي وزير شبلي فراز د جولايي په لومړي نېټه په اسلام اباد کې خبري غونډه کې د اپوزشن ګوندونو په اړه ويلي وو چې اپوزشن جماعتونه د هېواد لپاره نه بلکې احتساب څخه بچ کيدو لپاره رايوځي شوي، که چري وزيراعظم عمران خان دغو ګوندونو ته اين ار او ياني قامي جوړ جاړې لړ کې رعايت ورکړي نو بيا به د وزيراعظم ستاينه کوي. دوي د حکومتي اتحاد کې شامل ګوندونو په منځ کې د اختلافاتو خبره هم رد کړه.

د حکومت يا د وزيراعظم عمران خان په اړه په ميډيا کې ګنګوسي روانی دې او دا ګنګوسی هله زياتي شوې چې د جون پر ۳۰مه وزيراعظم عمران خان قامي اسمبلي بجټ اجلاس ته د وينا په موقع وويل چې نوموړی هيڅکله نه دې ويلي چې د ده کرسي مضبوطه ده.

XS
SM
MD
LG