د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلدياتي انتخابات به "په دوو مرحلو کې" کوو: خیبر پښتونخوا حکومت


خيبر پښتونخوا کې له ۲۰۱۵ز کال وروسته بلدياتي انتخابات نه دې شوي.
خيبر پښتونخوا کې له ۲۰۱۵ز کال وروسته بلدياتي انتخابات نه دې شوي.

د خيبر پښتونخوا حکومت په دوو مرحلو کې د بلدیاتي انتخاباتو کولو لپاره په قانون کې د بدلون مسوده تیاره کړې ده.

بلخوا په صوبایي اسمبلۍ کې د مخالفو سیاسي ګوندونو غړي پر دغه ترمیمي مسوده نیوکې کوي او وايي چې حکومت په لاندې کچ ولس ته اختیارات منتقل کول نه غواړي.

مخالف سیاسي ګوندونه تور پورې کوي چې حکومت د بلدیاتي انتخاباتو لپاره لومړی پر قانون جوړولو زیات وخت واخيست او اوس پکې د خپلې خوښې بدلونونه هم کوي.

د جماعت اسلامي ګوند د بلدیاتو پخواني وزیر عنایت الله خان د اګست پر ۲۴مه په دې اړه مشال راډیو ته وویل چې دا بدلون له انتخاباتو د "تېښتې" لپاره دی.

نوموړي زياته کړه چې حکومت لومړی د ويليج کونسل او وروسته د تحصيل کونسل انتخابات کول غواړي چې له قانون سره سم بايد دواړه يو ځای وشي ځکه د دواړو موده بايد يو ځای پيل او يو ځای پای ته ورسيږي. هغه پر حکومت تور پورې کړ چې له دې لارې دوی انتخابات نور هم ځنډول غواړي.

بلخوا د پاکستان تحریک انصاف ګوند د بلدیاتو لپاره پارليماني سیکرټري فضل الهي د مخالفو سیاسي ګوندونو دغه تورونه ردوي او وایي، په صوبه کې په ۲۰۱۵ز کال کې د دوی ګوند بلدیاتي انتخابات ترسره کړي ول او دا مهال د دغه انتخاباتو د بیا کولو لپاره هڅې کوي.

په خیبر پښتونخوا کې د بلدیاتي ادارو د کار موده د ۲۰۱۹ز کال په اګست مياشت کې پای ته رسېدلې وه او د قانون له مخې نوې ټاکنې بايد په ۱۲۰ ورځو کې دننه شوي وای خو صوبايي حکومت د ځنډ لامل په انتخاباتي قوانینو کې بدلون او وروسته کورونا وبا ښودلې وه.

XS
SM
MD
LG