د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هلمند کې له کولرا ناروغۍ ۱۸ کسان مړه شوي


د هلمند په باغران کې کولرا وهلي ناروغان
د هلمند په باغران کې کولرا وهلي ناروغان

د افغانستان په هلمند ولايت کې چارواکي وايي په تېرو دوو ورځو کې له کولرا ناروغۍ ۱۸ کسان مړه شوي دي.

په هلمند کې د طالبانو حکومت د عامې روغتیا رییس ډاکتر سید احمد سعید د جولای په يوولسمه، مشال راډيو ته وويل چې په تېرو دوو ورځو کې ۱۸ کسان مړه شوي او له پنځوسو زيات پرې اخته دي. هغه زیاته کړه چې د مريضانو حالت بد نه دی.

د نوموړي په خبره مړه شوي تنان د باغران ولسوالۍ دي او هڅه کېږي، چې دغه ناروغي نورو سیمو ته خپره نه شي. نوموړی وايي، په مړه شویو ماشومان، ښځې او لویان هم شامل دي.

د هلمند د روغتيايي چارواکو په وينا، له مرکز څخه دغې ولسوالۍ ته ګرځنده روغتيايي ټيمونه لېږل شوي او د ناروغانو درملنه روانه ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG