د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ارزګان کې کولرا ناروغۍ ۴ کسان وژلي


People in Uruzgan complain of poor health services.
2022.05.25
ارزګان کې خلک د روغتيايي خدماتو له کمزوري کېدو شکايت کوي.
People in Uruzgan complain of poor health services. 2022.05.25 ارزګان کې خلک د روغتيايي خدماتو له کمزوري کېدو شکايت کوي.

د افغانستان ارزګان ولایت کې د طالبانو چارواکي وايي په خاص ارزګان ولسوالۍ کې په کولرا ناروغۍ ۴ کسان مړه شوي، چې دوه یې ماشومان دي.

د خاص ارزګان ولسوالۍ روغتیايي امر، ډاکټر بشیر احمد عزتمل ازادۍ راډیو ته وویل، تر اوسه په کولرا څه باندې ۵۰ کسان اخته شوي دي.

چارواکي یې علت د ارزګان په ځینو برخو کې تر اورښتونو وروسته د سېلابونو راتګ او د پاکو اوبو د زېرمو زیانمنېدل ښيي.

د افغانستان له ځینو نورو برخو هم په وروستیو کې د کولرا ناروغۍ د خپرېدو په باب راپورونه ورکړل شوي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG