د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان جوزجان ولایت کې له کولرا ۱۲ کسان مړه شوي


په هېلمند ولایت کې د کولرا یوشمېر ناروغان د روغتون په یوه خونه کې د درملنې پر مهال - د جولای ۱۱مې انځور.
په هېلمند ولایت کې د کولرا یوشمېر ناروغان د روغتون په یوه خونه کې د درملنې پر مهال - د جولای ۱۱مې انځور.

د افغانستان په شمالي ولایت جوزجان کې زرګونه کسان په نس ناستي او قي (کولرا) اخته شوي دي.

د طالبانو د حکومت باختر اژانس د جولای پر ۲۱مه ویلي دي چې په هغه ولایت کې یې د کولرا یا هیضې شاوخوا ۶،۹۵۰ پېښې ثبت کړې دي.

د جوزجان د عامې روغتیا یوه چارواکي خالص قادري اژانس ته ویلي، په هغه ولایت کې ۱۲ کسان روغتون ته تر رسېدو مخکې مړه شوي دي.

تر دې مخکې په تېره یوه میاشت کې په کندهار، هېلمند، زابل او یوشمېر نورو ولایتونو کې هم سلګونه کسان په هغه بیکټېریايي ناروغۍ اخته شوي دي چې ورڅخه یې لسګونه تنه مړه شول.

روغتیاپالان ټینګار کوي چې د نس ناستي او قي (کولرا) د خپرېدو مخنیوي لپاره اړین دي چې کور او چم ګاونډ پاک وساتل شي، پاک خواړه وخوړل شي، د حاجت تر رفع کېدو وروسته په صابون لاسونه ومینځل شي او په تېره، اوبه باید تر څښاک مخکې وخوټول یا تصفیه شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG