د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت دې د سرکاري کالجونو له شخصي کولو لاس واخلي: استادان


د اسلام اباد په یوه کالج کې نجونه د زده کړو پر مهال - انځور له ارشیفه
د اسلام اباد په یوه کالج کې نجونه د زده کړو پر مهال - انځور له ارشیفه

د خیبر پښتونخوا د کالجونو استادان وایي، دوی د سېپټېمبر له دویمې نېټې راهیسې په احتجاج دي او د سېپټېمبر له څلورمې نېټې یې د صوبې په ټولو سرکاري کالجونو کې درسونه درولي او درې ورځې وروسته یې د انلاین زده کړو بهیر هم ودراوه.

دوی غوښتنه لري چې حکومت دې د سرکاري کالجونو د شخصي کولو له پلانه لاس واخلي.

په عین وخت کې صوبايي حکومت ویلي، پر دې موضوع له استادانو سره خبرې پیلول غواړي.

د خیبر پښتونخوا د سرکاري کالجونو د استادانو د اتحادیې مشر پروفېسر جمشېد خان د سېپټېمبر پر اوومه مشال راډيو ته وویل چې د پاکستان تحریک انصاف صوبایي حکومت غواړي چې د بورډ اف ګورنرز د پالیسۍ ترمخه د صوبې سرکاري کالجونه نجي کړي. "دا د بورډ اف ګورنرز (بي او جي) اړخ ته یو ګام دی، صوبایي حکومت دغه نظام د صوبې په یو لوی د سوات په جهانزېب کالج کې هم عملي کول غواړي. دا پالیسې داسې ده چې ترمخه به یې د زده کوونکو تعلیمي خرچه حکومت نوره نه ورکوي د تعلیمي ادارې مشر به یو رېټایرډ پوځي یا بیوروکرېټ وي د دې لپاره به یوه اتارټي جوړوي. هغه بورډ یا اتارټي به د کالج د خرچو بندوبست کوي، دوی ته به حکومت ګرانټس ورکوي یا خیریه ادارې به پیسې ورکوي، د کالجونو استادان او نوره انتظامیه به بیا د حکومت له کنټرول ازاده وي.

دی وايي، کله چې کالجونه خپل لګښتونه خپله پوره کوي نو بیا باید فیسونه زیات کړي.

د خیبر پښتونخوا استادانو د روانې میاشتې له پیل راهیسې په ټوله صوبه کې مظاهرې هم ترسره کړې.

دوی وایي، له بي او جي نظام سره به نه یوازې کالجونه غېر سرکاري شي، د استادانو پر تنخاګانو او پېنشنونو به یې اثرات پریوځي بلکې د زده کوونکو فیسونه به هم زیات شي.

په دې اړه د مردان حوا بي بي وایي، زده کوونکي د سېپټېمبر پر اوومه کالج ته لاړل خو استادانو ورته درس ور نه کړ.

بلخوا د خیبر پښتونخوا د زده کوونکو یو سازمان پښتون سټوډنټس فېډېرېشن جنرل سېکټري نعمان شېر د سېپټېمبر پر اوومه مشال راډیو ته وویل، دوی به د حکومت لخوا د سرکاري کالجونو د ممکنه نجکارۍ خلاف د سېپېټمبر پر نهمه احتجاج هم کوي. "له نجکارۍ سره به فیسونه زیات شي، په کالجونو کې اوس د بي اېس (لېسانس) نظام دی چې څلور کاله وي. د سرکاري کالجونو د یو سېمېسټر خرچه تر ۶،۰۰۰ روپیو پورې وي، خو که کالجونه نجي شول نو بیا به د یو سېمېسټر خرچه تر ۳۲،۰۰۰ روپیو پورې وي نو زده کوونکي به دا له کومه ځایه ورکوي. دا له موږ سره بې انصافي او زیاتی دی."

د خیبر پښتونخوا د سرکاري کالجونو د استادانو د اتحادیې یا خیبر پښتوخوا پروفېسرز اېنډ لېکچررز اسوسي اېشن جنرل سېکټري پروفېسر فېض محمد د سېپټېمبر پر اوومه مشال راډیو ته وویل، په خیبر پښتونخوا کې تعلیمي شرح وار له مخه ټېټه ده او که سرکاري کالجونه شخصي شي، نو دا کچ به نور هم ښکته شي.

ده وویل، په سرکاري کالجونو کې ډېر غریب زده کوونکي دي ځکه چې فیس کم دی نو که فیس زیات شو د زده کوونکو شمېر به نور کم شي.

خو پروفېسر جمشېد خان بیا وایي، باید صوبایي حکومت دې د تعلیمي شرحې لوړولو لپاره د صوبې کالجونو ته سهولتونه ورکړي او هلته دې د استادانو کمی پوره کړي.

نوموړی وايي، اوسمهال په خیبر پښتونخوا کې سلګونه سرکاري کالجونه دي چې "پکې کامرس کالجونه هم دي نو د کامرس کالجونو شمېر ۳۹ دی او د جنرل (عمومي) کالجونو شمېر ۲۶۵ دی نو دا ټول ۳۰۴ کالجونه جوړېږي. په دې کې قبایلي ضلعې هم شاملې دي."

د خیبر پښتونخوا د کالجونو استادان وایي، دوی په تېرو دوو کلونو کې هم د خپلو غوښتنو لپاره احتجاجونه ترسره کړي دي خو حکومت ورته څه ځواب نه دی ورکړی.

بلخوا د اطلاعاتو او لوړو زده کړو لپاره د وزیر اعلا خصوصي سلاکار کامران بنګښ د سېپټېمبر پر اوومه مشال راډیو ته وویل، حکومت کوښښ کوي چې پر دغه مسله له استادانو سره خبرې پیل کړي.

بنګښ زیاتوي، "موږ به د وزیراعلا پر هدایاتو د ښه کارکردګۍ لرونکو کالجونو ته دوه کروړه اضافي روپۍ ورکوو دا به د کالج په ښه کولو دې ته پر سهولتونو ورکولو مصرفوي. د کومو کالجونو کارکردګي چې نسبتاً ښه ده د هغو لپاره مو هم یو ارب روپۍ ساتلي او د کومو کالجونو کارکردګي چې ښه نه وه یا خرابه ده د هغو لپاره هم موږ داسې یوه سټراټیژي جوړه کړې ده. اوس د استادانو چې دا کوم احتجاجونه روان دي دوی په اصل کې زموږ پر پالیسۍ پوره نه دي پوه. که بي او جي نظام هم وي نو د حکومت [تر واک] لاندې به وي او د دوی د سېول سروس نظام به هم نه خرابېږي خو لا په دې اړه څه نه دي شوي. زه به خپله د کالجونو له استادانو سره د سېپټېمبر پر اتمه وینم."

بلخوا د خیبر پښتونخوا استادان دا هم وایي، په ټولو سرکاري کالجونو کې دا وخت ۴،۵۰۰ څوکۍ خالي پرتې دي او باید حکومت دې پر دغو څوکیو ژر تر ژره د استادانو برتيانې وکړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG