د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د قبایلي سیمو او بلوچستان د میډیکل زده کړو سیټونه دې نه ختمېږي ګنې پرلت وهو'


د ۲۰۲۰ کال په اکتوبر کې هم پښتنو او بلوڅ زده کوونکیو د خپلو ځانګړو سیټونو لپاره احتجاج کړی وو.

د قبایلي سیمو زده کوونکو په چارشنبه په اسلام اباد کې په خبري غونډه کې غوښتنه کړې چې دوی ته دې د پاکستان د طب په مسلکي کالجونو او پوهنتونونو کې خصوصي چوکۍ بحالې کړل شي.

د دې زده کوونکو وینا وه یواځې پروسږکال دوی ته په مېډیکل کالجونو او پوهنتونونو کې کوټه یا خصوصۍچوکۍ یو په دوه شوې وې خو بیا پاکستان مېډیکل کمېشن دغه فېصله بیرته واخیسته او د دوی کوټه یې راکمه کړه.

د دوی په خبره که پي ایم سي يې خبره ونه منله نو د روانې میاشتې په پای کې به د پي ایم سي مخې ته احتجاجي پرلت وهي.

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:07 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د ټراییبل یوت موومنټ مرستیال مشر ادریس کمال وایي، د خیبر پښتونخوا حکومت ورته ویلي چې په کالجونو کې د دغو ۲۶۵ زده کونکیو لپاره ځای نه شته او دغه سیټونه یې ۲۹ ته کم کړي دي. (اوس دوی وایي چې د قبایلي ضلعو له خیبر پښتونخوا سره له ورګډېدو وړاندې په طب کالجونو او یا طب پوهنتونونو کې دا سیټونه ۲۹ وې نو ځکه سږ کال به هم ۲۹ وي، حکومت وایي چې په کالجونو کې د ۲۹ نه علاوه نور ځای نه شته، حالانکه د دې ټوله خرچه د لوړو زده کړو کمېشن ورکوي.)

بل پلو د سېفران لپاره د قامي اسمبلۍ د کمېټۍ غړي ګل داد مشال راډیو ته وویل دوی د پاکستان مېډیکل کمېشن چارواکي راتلونکې غونډه کې راغوښتي او هيله لري چې د قبایلي سیمو د زده کوونکو دا مسله هواره کړي. خو د ګل داد له څرګندونو او د طب امېدواره زده کوونکیو له ننني (۲۴م مارچ) خبري غونډې داسې ښکاري چې د دوی ځانګړې کوټه یې کمه کړې ده.

د قبایلي ضلعو زده کونکي وایي، چې پر خپلو ځانګړیو ۲۶۵ سیټونو یې د ۲۰۲۰ز کال د اکتوبر پر ۱۰مه ټېسټونه ورکړل او په ورپسې په نومبر میاشت کې یې نتیجې راغلې خو دا دی درېیمه میاشت ده چې د ملک د نورو برخو زده کونکیو داخلې هم وشوې، درسونه اخلي خو د دوی لاهم میرټ لیسټونه نه دی لګېدلی او نه یې هم خبروي چې په کومو میډیکل او یا ډېنټل کالجونو کې به یې داخلې کېږي.

په دغو کې یو له پېښوره اصف مسید هم دی چې دا وخت په مېډیکل کالج کې د خپلې داخلې په انتظار دی.

دی وایي د پاکستان مېډیکل کمېشن (پي اېم سي) ورته ویلي دي چې د ۲۰۲۱ کال لپاره یې د طب د زده کونکیو سیټونه صوبو ته ورکړي دي. (د لوړو زده کړو کمېشن چې د ځانګړو سیټونو تیسټونه اخلي راته وايي چې دوی د وظیفو ورکولو ته تیار دي او نور کار د پي اېم سي دی او پي اېم سي راته وایي چې صوبو ته یې ویلي دی. خو دا دی تر اوسه مو مېرټ لسټ هم نه دی لګېدلی. ماته یې اي مېل وکړ چې خپل سرټیفېکېټونه راولېږه چې تصدیق یې کړو، ټول مې ورته ولېږل او لا هم انتظار کوو.)

اصف مسید وویل، د پاکستان په بېلا بېلو طب کالجونه کې په ځانګړو ۲۶۵ میډیکل سیټونو کې ۱۳۳ د بلوچستان او ۱۳۲ د قبایلي ضلعو لپاره دي.

د دې ځانګړې پروژې له مخې د پاکستان په هر سرکاري مېډیکل کالج کې به لږ تر لږه دوه د بلوچستان او دوه د قبایلي ضلعو زده کوونکو ته ځای ورکړل کېږي، او دوی به پکې د طب زده کړې کوي.

د دې ځانګړو مېډیکل سیټوڼو پېل په ۲۰۰۷ کال کې شوی وو.

د مېډیکل کالجونو لپاره دا هغه سیټونه دي چې په لومړي وار په ۲۰۰۷ز کال کې د هغه وخت پوځي واکمن جنرال پروېز مشرف ټاکلي وو، چې شمېره یې د بلوچستان لپاره ۱۵ او قبایلو لپاره ۱۴ وه. وروسته په ۲۰۱۷م کال کې د مسلم لیګ ن ګوند د هغه وخت وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په فاټا اصلاحاتو کې د دې سیټونو شمېره زیاته کړه او د قبایلي سیمو له زده کوونکو سره د فاټا انضمام پر وخت ژمنه شوې وه چې دوی ته به د پاکستان په مېډیکل کالجونو او نورو تعلیمي ادارو کې تر ۱۰ کالو پورې ځانګړې برخه ورکوي، او هرکال به پکې زیاتوالی هم راولي.

د قبایلي سیمو د زده کوونکو د یو سازمان ټرایبل یوت موومنټ مشر خیال زمان اورکزی وایي په مېډیکل کالجونو کې د دغو سیټونو حکومتي نوټیفیکېشن تر ۲۰۲۲ کاله پورې له وړاندې نه جاري کړل شوی دی: (له ۲۰۱۷م کال وروسته دا هرکال کېږي، دوی دا سیټونه د یو کال لپاره راوباسي، په ۲۰۱۸م کال کې هم وشول، په ۲۰۱۹م او ۲۰۲۰ کې هم وشول، خو د ۲۰۲۱ کال لپاره دا تر اوسه وځنډېدل، حالانکې د دې مخصوصو سیټونو نوټیفیکېشن تر ۲۰۲۲م کاله پورې شته.)

خو د باجوړ ګل رحمان چې خپله یې دغه ټسټ ورکړی له مشال راډیو سره په خبرو کې وایي د دوی وخت ضایعه کېږي او په نورو تعلیمې ادارو کې هم له داخلو پاتې شول.

د سېنېټ د وروستو پاتو سیمو لپاره د قایمه کمیټۍ غړي سېنېټر فدا محمد د مارچ پر ۲۴ مشال راډیو ته وویل چې د تېرې فیبرورۍ په میاشت کې یې د پاکستان مېډیکل کمېشن چارواکو سره په دې اړه یوه غونډه شوې ده او کوشش کوي چې د زده کونکیو دغه مسله هواره کړي: (زه خپله هم د دغه کمېټۍ غړی یم، موږ د پاکستان مېډیکل کمېشن او د لوړو زده کړو کمېشن له چارواکو سره په دې اړه خبرې روانې دي، په دې کې څه مسلې شته، په کالجونو کې ځای کم دی خو موږ کوشش کوو چې پي اېم سي دا مسله هواره کړي او د ملک په ټولو کالجونو کې دې زده کوونکو ته ځای ورکړي.)

د دغو ۲۶۵ مېډیکل سیټونو نه علاوه دا وخت د قبایلي ضلعو او د بلوچستان زده کوونکو لپاره د پاکستان په پروفېشنل یا مسلکي کالجونو او نورو تعلیمې ادارو کې درې فيصده مخصوص کوټه ورکول کېږي.

XS
SM
MD
LG