د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هنګو کې د ځمکې لانجې پر سر جګړه کې ۱۴ کسان ژوبل شوي


د هنګو نقشه
د هنګو نقشه

د خیبر پښتونخوا په هنګو کې د ځمکې لانجې پر سر د دوو کلیو د اوسېدونکو ترمینځ په نښته کې ۱۴ کسان ژوبل شوي دي.

د هنګو انتظامیې نن (د سېپټېمبر ۱۶مه) په بیان کې ویلي دي چې نښته پرون د دوابې او کربوغې کلیو د اوسېدونکو ترمینځ شوې ده.

بیان وايي، په ډزو کې د دوو ښځو او د ښوونځیو درې زده کوونکو په ګډون ۱۴ کسان ژوبل شوي دي. د بیان له مخې، پولیسو او انتظامي چارواکو په سیمه کې اوربند کړی دی او د لانجې هواري لپاره یې کمېټي جوړه کړې چې مشري یې د هنګو ډېپټي کمېشنر کوي.

په تېرو کلونو کې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په یوشمېر سیمو کې د ځمکو لانجو پر سر نښتې شوې دي چې پکې لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG