د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جمهوریت دوام لپاره د پارلېمان بالادستي اړینه ده: اڅکزی


اڅکزی وايي، د هېواد د ایین د تشریح او تعبیر لپاره د ټولو ادارو او سیاستوالانو غونډه اړینه ده - د ارشیف انځور
اڅکزی وايي، د هېواد د ایین د تشریح او تعبیر لپاره د ټولو ادارو او سیاستوالانو غونډه اړینه ده - د ارشیف انځور

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي وايي چې په پاکستان کې د جمهوریت دوام لپاره د پارلېمان بالادستي غواړي.

دا خبره نوموړي د جولای پر ۱۳مه د بلوچستان په کلا سیف الله کې د خپل ګوند یوې جلسې ته په وینا کې کړې.

دا جلسه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د پخواني صوبايي مشر عثمان خان کاکړ د مړینې په غبرګون کې جوړه شوې وه چې پکې د ګوند سلګونو پلویانو ګډون وکړ.

جلسې ته د وینا پر مهال محمود خان اڅکزي وویل، د پاکستان پوځ د هېواد چارې چلوي او په هېواد کې د وفاق ترڅنګ صوبې هم واک نه لري چې یو "خطرناکه عمل" دی.

ده وویل، د پاکستان د ایین د تعبیر او تشریح لپاره د هېواد د ټولو ادارو یوه غونډه په کار ده چې پکې "پوڅیان، سیاستوالان، وزیران او میډیا" ګډون وکړ.

نوموړي پوښتنه وکړه چې "دا ملک د پوځ لپاره دی که دا پوځ د ملک لپاره دی؟"

د پاکستان پوځ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو په تېرو وختونو کې یې د هېواد په چارو کې د مداخلې تورونه رد کړي او وايي، پوځ د ایین دننه کار کوي.

اڅکزي همداراز، د افغانستان د تاوتریخوالي په اړه هم خبرې وکړې او له ټولو افغان خواوو یې د اوربند کولو او د مذاکراتو له لارې د شخړې د هواري غوښتنه وکړه.

پښتونخوا ملي عوامي ګوند د عثمان خان کاکړ د مړینې پر ضد د صوبې په پښتون مېشته سیمو کې د احتجاجي جلسو اعلان کړی چې د کلا سیف الله غونډه یې د سلسلې برخه وه.

تر دې مخکې د ګوند سیاستوالانو او ګڼو پلویانو د جولای پر ۱۱مه په شېرانیو کې جلسه کړې وه.

کاکړ د جون پر ۱۷مه د کوټې په شهباز ټاون کې د کوره د بې هوشۍ په حالت کې روغتون ته وړل شوی چې د جون پر ۲۱مه د کراچۍ په اغا خان روغتون کې ومړ.

د نوموړي کورنۍ او پښتونخوا ملي عوامي ګوند وايي، پر کاکړ برید شوی چې باید یې د سپریم کورټ د قاضي فایز عیسا او یا د ملګرو ملتونو تر څار لاندې عدالتي کمېشن پلټنې وکړي.

د بلوچستان حکومت وايي، د کاکړ مړینه طبیعي وه خو له ګوند سره یې په پلټنو کې د هر راز همکارۍ ژمنه کړې.

د بلوچستان های کورټ د کاکړ د مړینې د پلټنو لپاره دوه کسیزه عدالتي کمېشن جوړ کړ چې پښتونخوا ملي عوامي ګوند رد کړی دی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG