- لیکوال/لیکواله عمر وزیر
بنو ـ د جنورۍ پر ۱۲مه، د بنو په منډان پارک کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) جلسه پیل شوه.
تر دې مهاله د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشران منظور پښتین، علي وزیر او محسن داوړ د جلسې ځای ته نه دي رسېدلي خو زرګونه کسان هلته موجود دي او لا نور هم شېیه په شېبه د رسېدو په حال کې دي.
د پي ټي اېم نور مشران دا مهال خلکو ته ویناوې کوي.
د جلسې د امنیت د ساتلو لپاره سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي. پولیسو مشال راډیو ته ویلي، نېږدې ۱۲۰۰ سرتېري د جلسې د امنیت نیولو لپاره ځای پر ځای شوي دي. همدا رنګه د پولیسو اعلا افسرانو ته هم ویل شوي چې د جلسې ځای ته دې نېږدې واوسي.
خپله پښتون ژغورنې غورځنګ هم د امنیت د ساتنې لپاره انتظامات کړي دي او پارک ته د ننوتلو پر مهال د خلکو نه تالاشي اخېستل کېږي.
د پي ټي اېم مشران تور پورې کوي چې له ډېره اسماعیل خان، جنوبي وزیرستان او ځینو نورو سیمو څخه جلسې ته ورروانې قافلې په ځینو ځایونو کې پر امنیتي پوستو درول شوي دي.
د بنو په منډان کیمپ کې هغه کسان هم موجود دي چې د کورنیو غړي یې د هغوی په وینا ورک دي.
د پاکستان حکومت وايي، د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنو پوره کولو ته ژمن دی.
د بنو جلسې شېبه په شېبه حال #PashtunLongMarchBannu #PashtunLongMarch2Bannu https://t.co/QSqRWMJhTD
— Mashaal Radio (@Mashaalradio) ۱۲.۱.۲۰۲۰
Radio Mashaal's Live Blog on #PashtunLongMarchBannu https://t.co/7bMh71Mvvw
— Mashaal Radio (@Mashaalradio) ۱۲.۱.۲۰۲۰
د فېسبوک تبصرې