- لیکوال/لیکواله عمر وزیر
د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي فرید اصغر مشال راډیو ته وویل، د هغوی له تمې زیات کسان د جلسې ځای ته رسېدلي دي.
همدا رنګه عالم زیب مسود چې د پي ټي اېم غړی دی او د ورکو کسانو په اړه معلومات لري هم مشال سره خبرې کړي دي، هغه وايي، اوس هم له ۲۵۰۰ نیولې تر ۳۰۰۰ پورې کسان ورک دي.
مشال راډیو د جلسې ځای کې د میرلي له یوې مېرمنې سره خبرې کړي چې وايي پینځه کاله کېږي چې خاوند یې ورک دی.
همدا معلومات په دې غږیز راپور کې:
Thousands are attending #PashtunLongMarchBannu. For more, visit our liveblog on https://t.co/x3NkELrVdx. Also, down… https://t.co/LT0c2mwo5U
— Mashaal Radio (@Mashaalradio) ۱۲.۱.۲۰۲۰
- لیکوال/لیکواله عمر وزیر
په صوبايي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان د خلکو استازي میرکلام وزیر جلسې ته په وینا کې وویل، د پاکستان د نورو سیمو خلک چې له کومو حقونو څخه برخمن دي، د قبایلي ضلعو خلک ترې تر اوسه محرومه ساتل شوي دي. نوموړی وايي، حکومت پر هغو تورونه لګوي خو غوښتنو ته یې سم ځواب نه وايي.
د فېسبوک تبصرې