د لاسرسي ځای

تازه خبر
جلسې ته زرګونه کسان ورغلي
جلسې ته زرګونه کسان ورغلي

په بنو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسه

د جنورۍ پر ۱۲مه، د بنو په منډان پارک کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسه پیل شوې. جلسې ته زرګونه کسان ورغلي دي.

بنو ـ د جنورۍ پر ۱۲مه، د بنو په منډان پارک کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) جلسه پیل شوه.

جلسي ته زرګونه کسان ورغلي دي چې پکې هغه ښځې او ماشومان هم شامل دي چې د کورنیو غړي یې ورک دي.

پي ټي اېم د پاکستان له حکومته غواړي چې د ماورای عدالت وژنو مخه ونیسي، ورک او ګرفتار کسان عدالت ته وړاندې کړي، قبایلي سیمې له ځمکلاندې بمونو پاکې کړي او په سیمه کې بشري حقونه باوري کړي.

د پاکستان حکومت او پوځ د دې غوښتنو د پوره کولو ډاډ ورکړی.

پر دې پاڼه د بنو د جلسې شېبه په شېبه حال درکوو.

۱۵:۲۴ ۱۲.۱.۲۰۲۰

د میرلي یوې مېرمنې مشال راډیو ته وویل:

"خاوند مې ورک شوی دی، زه منظور پښتین ته وایم چې زما خاوند دې راله پیدا کړي. که هغه مجرم وي، عدالت ته دې وړاندې کړي، که نه وي نو خوشې دې کړي. موږ خو په دعاګانو، ژړاګانو او ختمونو هم ستړي شولو. پینځه کاله کېږي چې هغه ورک ده."

۱۵:۲۴ ۱۲.۱.۲۰۲۰

د منظور پښتین، علي وزیر او محسن داوړ په ګډون د پي ټي اېم ټول مشران د بنو منډان پارک کې د جلسې ځای ته رسېدلي دي.

۱۴:۳۶ ۱۲.۱.۲۰۲۰
پښتون ژغورنې غورځنګ په قبایلو کې د بشري حقونو خوندیتوب په ګډون یو شمېر غوښتنې لري
پښتون ژغورنې غورځنګ په قبایلو کې د بشري حقونو خوندیتوب په ګډون یو شمېر غوښتنې لري

نور وښیئ

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG