د لاسرسي ځای

تازه خبر
جلسې ته زرګونه کسان ورغلي
جلسې ته زرګونه کسان ورغلي

په بنو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسه

د جنورۍ پر ۱۲مه، د بنو په منډان پارک کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسه پیل شوې. جلسې ته زرګونه کسان ورغلي دي.

بنو ـ د جنورۍ پر ۱۲مه، د بنو په منډان پارک کې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) جلسه پیل شوه.

جلسي ته زرګونه کسان ورغلي دي چې پکې هغه ښځې او ماشومان هم شامل دي چې د کورنیو غړي یې ورک دي.

پي ټي اېم د پاکستان له حکومته غواړي چې د ماورای عدالت وژنو مخه ونیسي، ورک او ګرفتار کسان عدالت ته وړاندې کړي، قبایلي سیمې له ځمکلاندې بمونو پاکې کړي او په سیمه کې بشري حقونه باوري کړي.

د پاکستان حکومت او پوځ د دې غوښتنو د پوره کولو ډاډ ورکړی.

پر دې پاڼه د بنو د جلسې شېبه په شېبه حال درکوو.

۱۶:۴۱ ۱۲.۱.۲۰۲۰

په بنو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسه پای ته ورسېده. زرګونو کسانو په جلسه کې برخه واخېسته. د پي ټي اېم مشرانو جلسې ته ویناوې وکړې.

۱۶:۳۹ ۱۲.۱.۲۰۲۰

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو د ارمان لوڼي د تلین په مناسبت د جلسې اعلان وکړ. هغوی وویل چې جلسه به د فبرورۍ پر دوهمه نېټه کېږي خو د جلسې د ځای په اړه به معلومات وروسته ورکړل شي.

۱۶:۳۸ ۱۲.۱.۲۰۲۰

منظور پښتین، علي وزیر او محسن داوړ هم د بنو جلسې ته ویناوې وکړې. د پي ټي اېم مشران له حکومته د پښتنو د حقونو غوښتنه کوي.

۱۶:۲۶ ۱۲.۱.۲۰۲۰
په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازی محسن داوړ جلسې ته وینا کوي
په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان استازی محسن داوړ جلسې ته وینا کوي

نور وښیئ

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG