د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلېنکن: روسیه پر اوکراین برید ته نېږدې ده


پوځي هېليکاپټرې د روسیې او بېلاروس د ګډو تمرینونو پرمهال توغندي وروي - د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ ۱۷مې انځور.
پوځي هېليکاپټرې د روسیې او بېلاروس د ګډو تمرینونو پرمهال توغندي وروي - د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ ۱۷مې انځور.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير اینتني بلېنکن خبرداری ورکړې چې له اوسنیو پرمختګونو ښکاري چې روسیه پر اوکراین حملې ته نېږدې ده.

د فبرورۍ پر ۲۰مه له سي اېن اېن ټېلېوېژن سره په خبرو کې بلېنکن وویل، اوکراین ته نېږدې او په بېلاروس کې د ګډو پوځي تمرینونو تمدید اندېښنې زیاتوي.

دا په داسې حال کې ده چې روسیې په بیا بیا ویلي دي چې پر اوکراین د حملې نیت نه لري خو د هغه هېواد په ناټو کې د نه شاملولو په ګډون یې د پراخو امنیتي ضمانتونو غوښتنه کړې چې امریکا او ملګرو اروپايي هېوادونو رد کړې.

د بلېنکن وينا وه چې د امريکا ولسمشر جو بایډن تر وروستۍ دقیقې پورې چمتو وو چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره "هر وخت، په هر صورت کې وګوري."

ده وویل، امريکا او اتحاديانو یې د روسیې د برید په صورت کې د بندیزونو یو "لوی پيکج" تيار کړی دی.

غربي چارواکو خبرداری ورکړی چې د اوکراین پولې ته څېرمه شاوخوا يو نيم لک روسي پوځیان ځای پر ځای دي چې ۳۰ زره یې په بېلاروس کې او زرګونه نور په اوکراین کې روسیې پلوي بېلتون غوښتونکي وسله وال دي.

بلېنکن وویل، اوس پر روسيې بندیزونه لګول، لکه څنګه چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي د اوونۍ په پای کې غوښتنه وکړه، کم اغېز ولري.

ده زیاته کړه چې هغه لا هم په پام کې لري چې راتلونکې اوونۍ په اروپا کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سېرګې لاوروف سره وګوري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG