د لاسرسي ځای

تازه خبر

بایډن: د داعش ډلې د مشر وژنې د ترهګرۍ لوی ګواښ له منځه یووړ


امریکايي ولسمشر جو بایډن له خپلې مرستیالې کاملا هیرېس او د ملي امنیت له ډلې سره - د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ درېیمې انځور
امریکايي ولسمشر جو بایډن له خپلې مرستیالې کاملا هیرېس او د ملي امنیت له ډلې سره - د ۲۰۲۲ز کال د فبرورۍ درېیمې انځور

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي دي چې د فبرورۍ پر دویمه شپې مهال په شام کې د امریکايي ځانګړو ځواکونو په یوه حمله کې د اسلامي دولت (داعش) وسله والې ډلې د مشر ابو ابراهیم الهاشمي القریشي مړینې "د ترهګرۍ یو لوی ګواښ له منځه وړی دی."

بایډن د فبرورۍ پر درېیمه په سپینه ماڼۍ کې له خبریالانو سره په خبرو کې دا هم تایید کړه چې کله امریکايي پوځیان ورورسېدل نو القریشي "د مایوسۍ بزدلانه عمل" انتخاب کړ او ځان یې په چاودنه کې وواژه.

ده وویل، "پر ځای د دې چې [القریشي] د خپلو جرمونو لپاره عدالت ته وړاندې شوی وای، هغه په ودانۍ کې د خپلې کورنۍ او نورو کسانو د ژوند له پروا کولو پرته" ځان په چوونکو موادو وواژه.

امریکايي ولسمشر وویل، حکومت به یې پر داعش ډلې د فشار د دوام لپاره له ملګرو هېوادونو سره کار جاري وساتي.

بایډن وویل، په حمله کې "د اسلامي دولت ډلې د نړیوال مشر" له وژل کېدو سره "نړۍ ته د ترهګرۍ یو لوی ګواښ له منځه ولاړ."

ابو ابراهیم الهاشمي القریشي په ۲۰۱۹ز کال کې د اسلامي دولت د پخواني مشر ابوبکر بغدادي تر وژنې وروسته د ډلې مشر شو - انځور له ارشیفه
ابو ابراهیم الهاشمي القریشي په ۲۰۱۹ز کال کې د اسلامي دولت د پخواني مشر ابوبکر بغدادي تر وژنې وروسته د ډلې مشر شو - انځور له ارشیفه

نوموړي تر دې مخکې په یوه بیان کې ویلي ول چې امریکايي پوځیانو په شمال غربي شام کې د ترهګرۍ ضد عملیات کړي دي او دا چې ټول سرتېری محفوظ له هغه ځایه ستانه شوي دي.

مخکې د امریکا د دفاع وزارت برید تایید کړی وو خو د عملیاتو هدف یې نه وو ښوولی.

امریکايي رسنیو د ځینو چارواکو چې نومونه یې نه دي ښوول شوي، له خولې ویلي، کله چې القریشي چاودنه وکړه نو د ښځو او ماشومانو په ګډون یې د خپلې کورنۍ غړي هم ووژل شول.

په داسې حال کې چې د اوکراین پر سر د مسکو او واشنګټن ترمینځ ترینګلتیا زیاته ده، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د ترهګرۍ پروړاندې د "امریکا په مشرۍ د اېتلاف د غړو په ګډون د نورو هېوادونو د هڅو" ملاتړ کوي.

په بیان کې همداراز د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د تایید په صورت کې د پلټنو غوښتنه هم شوې ده.

تر اوسه روښانه نه ده چې پر قریشي په برید کې څومره کسان وژل شوي دي.

د شام د بشري حقونو د څار ډله وايي، په عملیاتو کې لږترلږه ۱۳ کسان وژل شوي چې پکې د څلورو ماشومانو په ګډون اووه ولسي وګړي شامل دي.

اسوشيېټېډ پرېس اژانس د عیني شاهدانو له خولې ویلي په ۱۳ وژل شویو کې شپږ ماشومان او څلور ښځې شاملې دي.

خو د پېنټاګان ویاند جان کېربي وویل د حملې پرمهال درې ولسي وګړي یعنې د القریشي ښځه او دوه ماشومان، وژل شوي دي.

واشنګټن د اسلامي دولت ډلې مشرۍ تر سمبالولو وروسته د القریشي پر سر د ۱۰ مېلېونه ډالرو انعام اعلان کړ.

د هغه مړینه د داعش د پخواني مشر ابوبکر البغدادي تر وژنې وروسته هغې ډلې ته تر ټولو لوی ګوزار بلل کېږي.

امریکايي کمانډو ځواکونو په ۲۰۱۹ز کال کې بغدادي د شام په شمال غربي سیمه کې په ورته برید کې وژلی وو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG