د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ابوبکر البغدادي مړی مو سمندر ته سپارلی: امریکا


د اسلامي دولت وژل شوي مشر ابوبکر البغدادي
د اسلامي دولت وژل شوي مشر ابوبکر البغدادي

امریکايي چارواکي وايي چې د اسلامي دولت وژل شوي مشر ابوبکر البغدادي مړی یې سمندر ته سپارلی دی. شامې کردان ادعا کوي هغه استخبارات چې امریکايي ځواکونه يې تر بغدادي ورسول، دوي ورکړي ول.

د امریکايي پوځ د هغه سپي هم ستاینه کیږي، چې په دې عملیاتو کې يي برخه اخستې وه او ټپي شوی دی.

د امریکا پوځ د اسلامي دولت د جوړونکي او روحاني مشر د ختمولو او د دغه سختدریځې ډلې پرضد د بریالي کمپاین ادعاوې کړي دي.

د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر ویلي د بغدادي مرګ د اسلامي دولت باقیاتو ته یوه لویه ضربه ده.

نوموړي د هغه خواو شا ۱۰۰ سرتېرو ستاینه کړې چې په دې پېچلي مشن کې يې د هېليکاپټرو په وسیله د شام په ادلیب ښار کې د بغدادي تر پناه ګاه پورې ورسېده. دا پوځي عملیات د د روسیانو، کردانو، ترکانو او ولسمشر بشرالاسد د حکومت په همکارۍ ترسره شوي دي.

د امریکا د ټولو ځواکونو مشر جنرال مارک میلې ویلي کله چې يې ځواکونه د عملیاتو ځای ته ورسېدل نو ډزې ورباندې شوې خو په نتیجه کې يې هېڅ یوه امریکايي سرتېری نه دی ټپي شوی.

د ګل په ورځ د سعودي عرب ولیعهد محمد بن سلماند عملیاتو په بریالیتوب ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته مبارکي ورکړه.

په عین حال کې امریکايي چارواکیو ویلي د بغدادي مرګ به په شام کې روانه جګړه پای ته ونه رسوي او دا خبرداری يې هم ورکړ چې په سیمه کې د امن پر ځایکولو لپاره باید په واشنګټن تکیه ونشي.

د امریکا دفاع وزیر ویلي چې په شام کې امنیتي وضع د وړاندې په شان پېچلې ده او دا د امریکا مشن نه دی چې د هرې شخړې هوارولو لپاره د پولیسانو کردار ولوبوي.

نوموړي ترهه ګرو ته خبرداری ورکړی چې هغوی نه شي پټېدلی او زیاته يې کړهچې د بغدادي وژنه به ارومرو هغه خلکو له یو پیغام ورکړي چې د امریکا په کلکه اراده پوښتنې را-اوچتوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG