د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډونلډ ټرمپ د ابوبکر البغدادي وژنه تایید کړه


د ۲۰۱۹م کال په اپرېل مياشت کې البغدادي په يوه ويډيو کې ښکاره شو.
د ۲۰۱۹م کال په اپرېل مياشت کې البغدادي په يوه ويډيو کې ښکاره شو.

پراګ ـ د امريکا ولسمشر ويلي، د هېواد ځانګړيو ځواکونو په عملیاتو کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې مشر ابوبکر البغدادي وژل شوی دی.

ډونلډ ټرمپ د اکتوبر پر ۲۷مه نېټه په سپینه ماڼۍ کې وینا وکړه.

ده وویل، عمليات د شام په شمال لویدیځ کې د شنبې په شپه [د اکتوبر ۲۶مه] وشول چې پکې د امريکا سرتېرو ته هېڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

ابوبکر البغدادي څنګه ووژل شو؟

ولسمشر ټرمپ په خبرې غونډه کې وويل چې البغدادي سره له خپلو درې ماشومانو او نورو ملګرو په غار کې پټ وو.

نوموړي زياته کړه، د عملياتو پر مهال ابوبکرالبغدادي منډه کړه او کله چې د غار اخري سر ته ورسېد نو په ځان پورې تړلی بارودي واسکټ يې وچولو چې په نتيجه کې يې "هغه او درې ماشومان ووژل."

ولسمشر ټرمپ زياته کړه چې د منډې پر وخت البغدادي "ژړل او چغې، سورې" يې وهلې.

هغه وويل، په عملياتو کې د البغدادي ګڼ ملګري او وسله وال هم وژل شوي.

د نوموړي په وينا، ۱۱ ماشومان په خيريت سره له ودانۍ اېستل شوي دي.

د ولسمشر ټرمپ په وينا، طبي معاينات ښيي چې وژل شوی کس هغه (ابوبکر البغدادي) دی.

د البغدادي د وژنې لپاره عملیاتو څومره وخت ونیوه؟

ډونلډ ټرمپ وويل، عملياتو شاوخوا دوه ساعت وخت واخېست او امريکايي سرتېرو له هغه ځای څخه حساسه معلومات راغونډ کړي دي چې پکې زياتره د اسلامي دولت وسله والې ډلې د پيل او د راتلونکې پلانونو او نور هغه څه دې چې امريکا يې په لټون کې وه.

ولسمشر ټرمپ البغدادي يو "بزدله، په ذهني توګه ناروغه او خراب" کس وباله چې د ده په وينا د نړۍ تر ټولو مطلوبه کس په ځان پورې تړلی ځانمرګي واسکټ په الوزولو سره "ځان وواژه".

نوموړي پر دې مهال د هغو امريکايي وګړيو نومونه واخیستل چې له ادعا سره سم اسلامي دولت وسله والې ډلې وژلي دي.

د خبرې غونډې پر مهال ولسمشر ټرمپ په عملياتو کې د روس، ترکيې، شام او عراق او کرديو ځواکونو د مرستې مننه وکړه.

ابوبکر البغدادي څوک وو؟

بغدادي د عراق دی او امريکا يې د نيولو یا ځای ځایګي معلومولو لپاره ۲۵ ميليونه ډالره انعام ايښی وو.

هغه دوه ودونه لري. له لومړۍ مېرمنې يې څلور او له دویمې يې يو زوی دی.

پخوا هم د البغدادي د وژنې خبرونه ورکړل شوي ول خو هغه درواغ ثابت شول.

د ۲۰۱۸ز کال په فبرورۍ کې امريکايي چارواکو ويلي ول چې ابوبکر البغدادي په ۲۰۱۷ز کال کې په بمبارۍ کې زخمي شوی وو نو ځکه یې تر پېنځو مياشتو پورې د ترهګرې ډلې داعش مشري نه کوله.

د اپرېل په مياشت کې البغدادي په پېنځو کلونو کې د لومړۍ ځل لپاره په يوه ويډيو کې ښکاره شو.

د داعش د الفرقان څانګې په خپرې کړې دې ويډيو کې هغه په کراره، کراره خبرې کولې.

نوموړي د خپلو مهمو مشرانو د وژنې د غچ اخیستو خبره وکړه.

تر دې مخکې هغه په ۲۰۱۴ز کال کې په يوه ويډيو کې د عراق په موصل کې په يو جومات کې د وینا پر مهال ښودل شوی وو.

د اسلامي دولت وسله والې ډلې څرګندېدل

اسلامي دولت وسله والې ډلې په ۲۰۱۴م کال کې هغه وخت د نړۍ پام ځان ته راګرځاوه چې کله يې په عراق کې امنيتي ځواکونو ته ماتې ورکړه او د موصل ښار په نيولو سره يې خلافت اعلان کړ.

له دې څه موده وروسته په پاکستان او افغانستان کې هم د داعش په نوم وسله واله ډله څرګنده شوې وه.

د چارو پوهان وايي، له تحريک طالبان پاکستان څخه بیله شوې ډله جماعت الحرار، په بلوچستان کې فعاله لشکر جهنګوي او د منځني اسیا ځيني وسله وال د داعش تر چتر لاندې فعاله شوي.

دوی د اسلامي دولت وسله والې ډلې مشر ابوبکرالبغدادي سره بېعت اعلان کړی وو.

په پاکستان کې د داعش موجودیت

دې ډلې وخت په وخت په پاکستان په تېره بيا په بلوچستان کې پر پوليسو، عيسويانو او هزاره ګانو باندې د شويو ځينو حملو ذمه واريانې په غاړه خیستې دي.

د پاکستان حکومت په وار وار ويلي چې پر خاوره يې داعش تنظيمي جوړښت نلري.

پر پاکستان د بغدادي د وژنې تاثیر

د چارو پوهان وايي، په عراق کې د داعش د مشر ابوبکر بغدادي له وژل کېدو سره به په پاکستان کې د فعالو داعش جنګياليو پر عملياتو يوازې په وقتي توګه ناوړه اغېز پرېوځي.

حق نواز خان د وسله والو په اړه د امريکا واشنګټن پوسټ ورځپانې ته رپورټونه چمتو کوي.

نوموړي د اکتوبر پر ۲۷مه نېټه مشال راډیو ته وويل، د ابوبکر البغدادي له وژنې سره به په پاکستان کې پر فعالو داعش جنګياليو تر لنډې مودې پورې ناوړه اثر پرېوځي خو اوږمهاله تاوان به ونه ويني.

هغه زياته کړه، په پاکستان کې فعاله داعش وسله وال د عراق او شام له داعشيانو څخه مختلف دي.

د نوموړي په خبره، پاکستان او افغانستان لپاره د داعشيانو تنظيمي جوړښت او هدفونه يې سيميزه انګېزه لري او ترڅو په دې سیمه کې تندلاری فکر موجود وي، وسله وال به فعال وي.

په افغانستان کې د داعش موجودیت

په افغانستان کې هم داعش وسله والې ډلې په ۲۰۱۵ م کال کې سر راپوته کړی وو او په تېره بيا د دې هېواد په ختيځ کې يې زيات اثر و رسوخ درلود.

داعش نه يوازې له افغان ځواکونو بلکې له افغان طالبانو سره هم په جګړو کې ښکيل پاتې شوی دی.

اوسمهال دا ډله بیخي کمزورې شوې خو بيا يې هم د افغانستان کې د لویو ترهګرو بريدونو ذمه واري پر غاړه اخيستې ده چې يوه بيلګه يې د سږکال اګست مياشت کې په کابل کې د واده پر مراسمو بريد دی چې پکې ۶۳ کسان وژل شوي ول.

پر افغانستان د البغدادي د وژنې اغېز

د سياسي چارو افغان پوه مشتاق رحيم د اکتوبر پر ۲۷مه نېټه مشال راډيو ته وويل چې په شام کې د داعش د مشر ابوبکر البغدادي وژنه به د داعش پر فعاليتونو ژور اغېز ونکړي.

نوموړی زياتوي چې په ۲۰۱۴ م کال کې په عراق کې د اسلامي دولت وسله والې ډلې له څرګندېدو سره په افغانستان کې ځينې وسله والې کړۍ، د منځني اسیا جنګيالي او له افغان طالبانو خپه شويو جنګياليو ته موقع په لاس ورغله چې د داعش تر بېرغ لاندې راغونډ شي.

خو د هغه په وينا، د افغانستان د داعشيانو د عراق او شام له داعشيانو سره څه مستقيمه تنظيمي او مالي اړيکې نشته نو ځکه د مشتاق رحيم په وينا د البغدادي وژنه به د افغانستان د داعشيانو لپاره ډېر غټ ګوزار نه وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG