د لاسرسي ځای

تازه خبر

اېدي فاونډېشن تېرو ۶ میاشتو کې لاهور کې ۳۱۷ لاوارثه مړي موندلي


پېښور کې په نشو روږدي کسان په یوه میدان کې ویده دي - پخوانی انځور.
پېښور کې په نشو روږدي کسان په یوه میدان کې ویده دي - پخوانی انځور.

په لاهور کې د خیرښېګړې ناحکومتي ادارې اېدي فاونډېشن ویلي چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې د هغې ضلعې په بېلابېلو برخو کې تر ۳۰۰ زیات لاوارثه مړي موندلي دي.

په پنجاب کې د هغې ادارې ویاند یونس بټي د جون پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل، دا شمېر د ۲۰۲۱ز کال پرتله ۴۰ فیصده زیات دی. بټي وايي، زیاتره مړي په نشو د روږدو کسانو دي.

د بټي په خبره، د جون تر ۲۸مې پورې یې ۳۱۷ مړي موندلي چې پکې "نوي زېږېدلي ماشومان هم شته. څه پکې ښځې هم دي خو زیاتره مړي په نشو د روږدو کسانو دي. دا مړي د ناولو اوبو په ویالو کې، پر ډېرانونو او بیابانونو کې موندل کېږي. موږ ته پولیس خبر راکړي نو بیا موږ ورشو، مړي یوسو او مرده خانو ته یې انتقال کړو. بیا پولیس تر دوه یا درو اوونیو پلټنې کوي او د چا چې وارثان و نه موندل شي، نو بیا یې موږ خاورو ته سپارو."

پولیس تر دوه یا درو اوونیو پلټنې کوي او د چا چې وارثان و نه موندل شي، نو بیا یې موږ خاورو ته سپارو.
یونس بټي

په لاهور کې د ښاروالۍ او یوې ناحکومتي ادارې له خوا د نشه يي موادو د استعمال ضد د اګهۍ او خلکو ته د روزنې ورکولو پروژې (ډرګ اډوایزري ټرېنېنګ هب) مشر وايي، دا ارقام یوازې د لاهور ښار دي او په پنجاب صوبه کې هره ورځ په نشو د روږدو کسانو له ۳۰ څخه ۳۵ مړي موندل کېږي.

سید ذوالفقار حسین د جون پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل، په لاهور کې زرګونه کسان په نشو اخته دي چې شمېر یې په زیاتېدو دی. "په نشو د روږدېدو رجحان په چټکۍ په زیاتېدو دی. له پارکونو، باغونو او د سړکونو تر غاړو په نشه يي موادو د روږدو کسانو شمېر له ۷،۰۰۰ څخه تر ۸،۰۰۰ پورې دی. اوسمهال په لاهور کې ۱۲۰ داسې ځایونه دي چې پکې هره ورځ ډلې، ډلې خلک نشې کوي. په هغو کې ۳۰ داسې ځایونه هم دي چې پکې ښځې هم له سړیو سره یو ځای نشه کوي. دا ټول هغه خلک دي چې له کورونو شړل شوي او یا یې کورنۍ پوښتنه نه کوي."

حسین وايي، په ژمي کې د یخنۍ له وجې په نشو د روږدو کسانو د مړینې شمېر زیات شي او همداراز، "د سختې ګرمۍ له وجې هم ډېر کسان مري."

دی زیاتوي چې د "تېرو کلونو پرتله" اوس په نشو د روږدو کسانو شمېر "په زیاتېدو" دی.

د لاهور د انتظامیې ویاند عمران عباسي وايي، د لاهور په دوو لویو روغتونونو کې په نشو د روږدو کسانو درملنه کېږي او همداراز، په ملتان کې په نشو د روږدو کسانو د رغولو ځانګړی مرکز موجود دی.

عباسي مشال راډیو ته وویل، ستونزه دا ده چې د روږدو کسانو لپاره ځانګړې سرپناوې نه شته او که څوک ورشي نو دوی یې بیا له اړوند ادارو سره په اړیکه کې کړي چې ورسره مرسته وکړي. "تر کومې چې د نامعلومه مړو د پېژندګلوۍ موضوع ده نو ضلعي انتظامیه د پولیسو تر پلټنې وروسته په اخبارونو او راډیوګانو کې خبرتیاوې خپروي."

اسلام اباد کې د نشه يي موادو ضد ادارې یو کارکوونکی نشه يي توکي سوځوي - پخوانی انځور.
اسلام اباد کې د نشه يي موادو ضد ادارې یو کارکوونکی نشه يي توکي سوځوي - پخوانی انځور.

د لاهور د پولیسو ویاند اغا احتشام حیدر د جون پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل چې د یوشمېر مړو پېژندګلوي ورته ګرانه وي. "موږ چې دا مړي ترلاسه کړو نو بیا یې په مرده خانو کې ږدو او د هغوی د مرګ په اړه مقدمه درجوو. تر هغې وروسته یې د وارثانو لټون پیلوو. په دوی کې زیاتره هغه کسان وي چې په نشو د روږدېدو له وجې یې کورنیو له کورونو ایستلي ول. د هغوی پېژندګلوي ځکه هم راته ګرانه وي چې له ډېریو کسانو سره یې شناختي کارډونه نه وي."

د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼې د جون پر ۲۶مه لیکلي چې د لاهور پولیسو د پنجاب اعلاوزیر ته "له نشو د پاک ښار" په نوم یو رپورټ ورکړی چې پکې یې صوبايي حکومت ته سپارښتنه کړې چې په ښار کې دې د بې کوره او بې وزله خلکو لپاره ځینې پناه ځایونه په نشو د روږدو کسانو د درملنې او بحالۍ په مرکزونو بدل کړي چې د دې ډول مړینو مخنیوی شونی شي.

XS
SM
MD
LG