د لاسرسي ځای

تازه خبر

د تمباکو د نه کارونې نړيواله ورځ: هر کال تر ۸ مليونه زيات کسان له تمباکو مري


د خيپر پښتونخوا په پېښور کې يو کس د چيلم له لارې تمباکو څکوي ــ انځور له ارشيفه
د خيپر پښتونخوا په پېښور کې يو کس د چيلم له لارې تمباکو څکوي ــ انځور له ارشيفه

د روغتيا د نړيوال سازمان (ډبليو اېچ او) لخوا له ۱۹۸۸ز کال راهيسې د مې ۳۱مه د تمباکو د نه کارونې نړيوالې ورځې په توګه لمانځل کېږي.

ياد سازمان د دې ورځې په مناسبت په خپل سږني راپور کې ويلي چې د تمباکو صنعت هر کال تر اته مليونه زياتو کسانو د مړينې سبب ګرځي.

په راپور کې راغلي چې د تمباکو صنعت له کبله هر کال يو خوا ۲۲ اربه ټنه اوبه ضايع کېږي او بلخوا د تمباکو د پخولو لپاره ۶۰۰ مليونه ونې سوځول کېږي. د راپور په خبره، د دې په پايله کې ۸۴ مليونه ټنه کاربن ډای اکسايډ ګاز خارجېږي چې د هوا او چاپيريال د ککړتيا سبب ګرځي. په همدې خاطر ډبليو اېچ او د خپل سږني راپور سرليک "تمباکو زموږ ځمکه زهرجنوي" ټاکلی دی.

په پښتني سيمو کې يو شمېر خلک تمباکو په سګرېټ کې څکي، ځينې يې په چيلم کې څکي او ځينې نور يې د نسوار په توګه کاروي. ډبليو اېچ او وايي چې د دې له کارونې څخه د سينې، سږو او خولې په ګډون يوشمېر ناروغۍ زېږي چې ان د مرګ سبب ګرځي.

پر صحت د تمباکو د استعمال ناوړه اغېز
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:59 0:00

د خيبر پښتونخوا د مومندو امرود خان وایي چې له کلونو راهيسې تمباکو کاروي او اوس يې نشه ګرځېدلې ده. د نوموړي په وينا يو ځل يې نسوار پرېښودل او سګرېټ څکول يې پيل کړل خو اوس يې بيا نسوارو ته مخه کړې ده.

"چې نسوار راسره نه وي، نو داسې احساسوم لکه کوم څیز چې رانه ورک وي. بیا بیا جیب ته لاس اچوم چې نسوار ولټوم، چې نه وي نو پر دماغ مې بوج وي."

امرود خان زياتوي چې هر څومره خوندور خواړه وخوري يا چای وڅښي نو سمدستي يې زړه غواړي چې نسوار خولې ته واچوي.

د تمباکو کاروونکي په دې خبر دي چې له دې څخه ډول ډول ناروغۍ پيدا کېږي خو دوی بيا هم دې نشو ته مخه کړې ده.

نور محمد بيا له تېرو ۴۰ کلونو راهيسې چيلم څکي. نوموړی وايي چې ډېر ځله يې هڅه کړې چې تمباکو څکل پرېږدي خو بيا هم نه دی توانېدلی.

"د سګرېټ نشه کمزورې وې. موږ د چيلم په نشه اموخته يو. چې دا استعمال نه کړو نو ډوډۍ ته مو زړه نه کېږي، ساه مو لنډه لنډه کېږي او ټوخی مو کېږي."

سګرېټ جوړوونکو شرکتونو د ولس د پوهاوي لپاره د سګرېټ پر پاکټونو ښکاره ليکلي وي چې د تمباکو څکل د روغتيا لپاره زيانمن دي او ورسره يې ځينې داسې هېښوونکي تصويرونه هم خپاره کړي وي چې له دې دا ناروغۍ پېښېږي.

د روغتيا نړيوال سازمان وايي، ولسونه او حکومتونه په ګډه د دې کار مخه نيولای شي.

XS
SM
MD
LG