تهران - د ایران سرکاري رسنۍ وايي، د هېواد د ستر مذهبي مشر د سلاکارانو د شورا یو غړی د کورونا وایرس ناروغۍ وژلی دی.
دولتي راډیو د مارچ پر دویمه ویلي، محمد میر محمدي د تهران په روغتون کې ومړ.
دا لومړی لوړپوړی چارواکی دی چې کورونا وایرس وژلی دی.
د ایران ځینې نور مهم مشران هم وایرس وهلي دي.
د سلاکارانو شورا ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي ته مشورې ورکوي او د پارلېمان او د هغه ترمنځ د منځګړي رول لوبوي.
په نړۍ کې د کورونا وایرس مثبتې پېښې
د ایران د روغتیا وزارت وايي، په هېواد کې ۱۲ نور کسان کورونا وایرس وژلي چې ورسره د مړیو شمېر ۶۶ ته لوړ شوی دی.
وزارت زیاتوي چې په ټول هېواد کې د ناروغانو شمېر ۱،۵۰۱ ته رسېدلی دی.
په نړۍ کې تر چین وروسته تر ټولو زیات کسان په ایران کې نوي کورونا وایرس وژلی دي.
د ایران د ولسمشر مرستیاله معصومه ابتکار او د کورونا وایرس په اړه د حکومتي ادارې مشر ایرج حریرچي هم په وایرس اخته کسانو کې شامل دي.
په ایران کې د کورونا وایرس تر ټولو زیاتې پېښې په قم ښار کې ثبت شوي.