د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان جمهوري تحریک له جولای څخه د حکومت خلاف احتجاجونه پیلوي


د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) پلویان په اسلام اباد کې د انتخاباتي کمېشن دفتر مخې ته د لاریون پر مهال - د ۲۰۲۱ز د جنورۍ ۱۹مې انځور.
د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) پلویان په اسلام اباد کې د انتخاباتي کمېشن دفتر مخې ته د لاریون پر مهال - د ۲۰۲۱ز د جنورۍ ۱۹مې انځور.

پاکستان جمهوري تحریک (پي ډي اېم) یو وار بیا د حکومت ضد د مظاهرو او جلسو اعلان کړی او وايي لومړۍ غټه مظاهره به د جولای میاشت په لومړۍ اوونۍ کې په سوات کې کوي.

د مې پر ۲۹مه، د یو شمېر اپوزیشن ګوندونو د دې اتحاد تر غونډې وروسته د تحریک مشر مولانا فضل الرحمان په يوه خبري غونډه کې وویل دوی فیصله کړې چې د مظاهرو او احتجاجونو ترڅنګ به د حکومت د درغليو یا کرپشن پرضد عدالتونو ته هم ځي.

نوموړي زیاته کړه چې د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ حکومت د خلکو مسايلو حل کولو او د ملک په چلولو کې ناکامه شوی نو ځکه یې د پاتې کېدو جواز نه جوړېږي. "د جولای پر څلورمه به په سوات کې یوه غټه احتجاجي مظاهره کېږي او تر هغې وروسته به د جولای پر ۲۹مه په کراچۍ کې یوه غټه جلسه کوو. بله لويه مظاهره به د اګست پر ۱۴مه وي. په دې مظاهره کې به د پاکستان د ازادۍ، د کشمیر د ازادۍ او د اقصا جومات د ازادۍ خبره کېږي."

مولانا فضل الرحمان خپل دا تور بیا تکرار کړ چې وايي، د تحريک انصاف حکومت د ۲۰۱۸ز کال په ټاکنو کې د پوځ په مټ د درغليو په کولو سره رامنځته شوی دی. پوځ او حکومت دا بې بنياده بولي او د انتخاباتو کمېشن تېرې ټاکنې شفافې اعلان کړې دي.

حکومتي چارواکي د اپوزیشن مظاهرې سياسي چل ګڼي او دريځ لري چې د درغليو په کېسونو کې له سزا بچ کېدو لپاره یې شور جوړ کړی دی. د اطلاعاتو وفاقي وزیر فواد چودري د مې په ۲۹مه رسنيو ته په استولي يو بیان کې ویلي چې اپوزیشن ګوندونه دې له جلسو او مظاهرو لاس واخلي ځکه چې د هغه په وينا، "هېڅ ګټه" ورته نه لري.

پي ډي ايم په داسې حال کې بیا د جلسو پېلولو اعلان کړی چې پيپلز پارټي او عوامي نېشنل ګوند له دې تحريکه بېل شوي دي.

خبریال او د سیاسي چارو پوه محمود جان بابر فکر کوي چې په دې اتحاد کې ځينې ګوندونه تحریک انصاف حکومت ته سردردی جوړوي خو ليرې کول یې نه غواړي. نوموړي د مې په ۲۹مه مشال رېډيو ته وويل: "زما په خيال پاکستان پیپلزپارټۍ او مسلم لیګ (ن) د عمران خان حکومت ختمول نه غواړي ځکه چې اوسمهال حکومت کمزوری روان دی خو که بیا ژر انتخابات وشي نو کېدای شي د پاکستان تحریک انصاف حکومت تر دې په زیات قوت په اقتدار کې راشي."

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG