د لاسرسي ځای

تازه خبر

زېلېنسکي: د روسيې پر زيات قوت سربېره مو د سېوېرودونېڅک سيمې دفاع کړې


د اوکراين ولسمشر وولوديمير زېلېنسکي د جون پر پينځمه په دونېڅک سيمه کې له اوکرايني سرتېرو سره وکتل.
د اوکراين ولسمشر وولوديمير زېلېنسکي د جون پر پينځمه په دونېڅک سيمه کې له اوکرايني سرتېرو سره وکتل.

د اوکراين ولسمشر وولوديمير زېلېنسکي ويلي، سره له دې چې د روسي ځواکونو په مقابله کې اوکرايني ځواکونه د سرتېرو او وسلو له کمښت سره مخامخ دي، خو د نوموړي په وينا، بیا يې هم سېوېرودونېڅک سیمه په خپله ولکه کې ساتلې ده.

زېلېنسکي دا خبره د جون پر شپږمه کړې او زياته کړې يې ده چې د روسي ځواکونو شمېر زيات دی او هغوی زیات طاقتور دي، خو د هغه په وينا، اوکراين پر دغه لوري د جنګ لپاره ډېرې لارې لري.

نوموړي زیاتوي چې کور په کور جګړې او د روسانو لخوا ناتاره بمبارۍ د اوکراين په ختيځ کې سېوېرودونېڅک او لېسېچانسک ښارونه په مرګوني ښارونو بدل کړي.

بلخوا نن (د جون پر اوومه) د لوهانسک سیمې ګورنر سېرګې هېدې پر خپله ټېليګرام پاڼې ليکلي چې په سېوېرودونېڅک ښار کې سخته جګړه روانه ده.

هېدي زیاتوي چې په لېسېچانسک ښار کې داسې ښکاري چې د روسي ځواکونو ډزو یو بازار او سکول په نښه کړی دی.

د اوکراين په ولکه کې دا دوه سټراټيجيک ښارونه که د روس لاس ته ولوېدل نو د اوکراین په ختيزه برخه کې به ټول لوهانسک سیمه د روس په واک کې راشي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG