د لاسرسي ځای

تازه خبر

سېوېرودونېڅک ښار کې اوکرایني ځواکونه پر شا شوي


په سېوېرودونېڅک ښار کې د بېلا بېلو هېوادونو رضاکاران د اوکرايني ځواکونو په ملاتړ جنګېږي. انځور له ارشيفه
په سېوېرودونېڅک ښار کې د بېلا بېلو هېوادونو رضاکاران د اوکرايني ځواکونو په ملاتړ جنګېږي. انځور له ارشيفه

اوکرایني ځواکونه په ختيز ښار سېوېرودونېڅک کې د سختو جګړو په ترڅ کې د دې ښار څنډو ته پر شا شوي دي.

دا په داسي حال کې ده چې د اوکراين ولسمشر وولودیمیر زېلېنسکي ویلي چې دا جګړه به بلاخره د ختيزې سيمې دونباس راتلونکی ټاکي.

زېلېنسکي د جون پر اتمه په یوه ویډیويي پېغام کې وویل چې سېوېرودونېڅک اوس هم "په دونباس کې د شخړې مرکز دی."

زېلېنسکي زياته کړې، "ډیره سخته جګړه" ښايي تر دې دمه ترټولو سخته جګړه ده. د لوهانسک سیمې ګورنر سېرګې هېدې مخکې ویلي ول چې اوکرایني ځواکونه د سېوېرودونېڅک په څنډو کې کنټرول لري خو جګړه لا هم روانه ده.

نوموړي د ار بي سي ـ اوکراين په نوم رسنۍ ته وويل، "دا ناشونې ده چې و وایو روسیه په بشپړه ډول د ښار کنټرول لري."

هېدې وروسته په ټېلیګرام کې وویل چې روسي ځواکونه "د سېوېرودونېڅک پر لویه برخه کنټرول لري" خو د ښار صنعتي سیمه لاهم د دوی په کنټرول کې ده. هغه وویل، په کوڅو کې جګړه دوام لري.

سېوېرودونېڅک له څو اوونیو راهیسې د جګړې مرکز ګرځيدلی دی. روسي ځواکونو دا سيمې وروسته له هغې په هدف کړه چې د اوکراين له نورو برخو پر شا وتمبول شو.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG