د لاسرسي ځای

تازه خبر

اوکراین جګړه: زرګونه کسان له هېواده وتلي؛ روسۍ جنګي بېړۍ سمندرګي کې ډوبه شوې


د ماریوپول اوسېدونکي له خپلو ګنډو سره له ښاره د وتلو پرمهال - د اپرېل ۱۰مې انځور.
د ماریوپول اوسېدونکي له خپلو ګنډو سره له ښاره د وتلو پرمهال - د اپرېل ۱۰مې انځور.

د اوکراین مرستیالې وزیراعظمې اېرینا ویرېشچوک ویلي چې د بشري دهلېزونو له لارې یې له هغه هېواده ۲،۵۵۷ کسان ایستلي دي.

نوموړې د اپرېل ۱۴مې پر شپه ناوخته پر ټولنیزو شبکو لیکلي چې له هغو خلکو څخه ۲۸۹ کسان له محاصره جنوبي بندري ښار ماریوپوله په خپلو ګاډو کې وتلي دي او ۲۲۰ نور کسان د هېواد په ختیځ کې له لوهانسک سیمې څخه خوندي ځایونو ته لېږدول شوي دي.

د اوکراین حکومت وايي، ګڼي چې په ماریوپول ښار کې "لسګونه زره خلک وژل" شوي دي. هغه هېواد پر روسیې تور پورې کوي چې د هغو ګاډو پرمخ یې لارې تړلې دي چې په ماریوپول کې یې له اوونیو راهیسې محاصره خلکو ته د مرستو رسولو هڅه کوله.

بلخوا اوکراینیو چارواکو د هېواد په ختیځ کې پر خلکو غږ کړی دی چې د روسیو ځواکونو د پرله پسې حملو امکان ته په کتو له هغو سیمو ووځي.

د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین د روسیې د یرغل له پیل راهیسې د هغه هېواد د ۴۴ مېلیونه ابادۍ څلورمه برخه (۲۵ فیصده) خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي، زرګونه کسان وژل شوي او ژوبل دي او یوشمېر ښارونه وران شوي دي.

د روسۍ بېړۍ ډوبېدل

په عین وخت کې د روسیې د دفاع وزارت ویلي دي چې د "مسکوا" په نوم یوه بحري بېړۍ یې په تور سمندرګي کې د عملیاتو پرمهال د زیانمنېدو له وجې ډوبه شوې ده.

وزارت د اپرېل پر ۱۴مه وویل چې ځواکونو هڅه کوله چې زیانمنه بېړۍ ساحل ته ورسوي خو د توپان له وجې ډوبه شوه.

د روسیې د جنګي بېړۍ، چې د پلازمېنې مسکو په نوم نومول شوې وه، ډوبېدو ته د علامتي ماتې په توګه لیدل کېږي. روسيه وار له مخه د اپرېل په پیل کې د اوکراین له شماله د خپلو سرتېرو ایستلو ته اړ شوې وه.

له سپوږمکۍ په اخیستل شوي انځور کې په تور سمندرګي کې د روسیې جنګي بېړۍ مسکوا ښکاري - د اپرېل ۱۰مې انځور.
له سپوږمکۍ په اخیستل شوي انځور کې په تور سمندرګي کې د روسیې جنګي بېړۍ مسکوا ښکاري - د اپرېل ۱۰مې انځور.

د روسیې د دفاع وزارت مخکې ویلي ول چې په بېړۍ کې د اور لګېدو له وجې پکې مهمات وچاودېدل او عمله یې ورڅخه ایستلې وه.

خو اوکرایني چارواکي وايي، د اپرېل پر ۱‍۴مه یې ځواکونو هغه کښتۍ په توغندیو ویشتلې وه. د اوډېسا سیمې والي مکسیم مارچېنکو ویلي دي چې بېړۍ یې په کروز توغندیو وویشته.

دا پېښه پر داسې مهال شوې چې روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین هوډ ښوولی دی چې په اوکراین کې خپل پوځي کیمپېن سختوي او خپله ټوله توجه د هغه هېواد ختیز سیمو ته اړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG