د لاسرسي ځای

تازه خبر

بایډن له اوکراین سره د ۸۰۰ مېلیونه ډالرو پوځي مرسته اعلان کړه


له سپوږمکۍ اخیستل شوی انځور ښيي چې له ماریوپول ښاره لوګي خېژي - د اپرېل نهمې انځور.
له سپوږمکۍ اخیستل شوی انځور ښيي چې له ماریوپول ښاره لوګي خېژي - د اپرېل نهمې انځور.

امریکايي ولسمشر جو بایډن له اوکراین سره د ۸۰۰ مېلیونه ډالرو نوې پوځي مرسته منظور کړې ده چې پکې هیليکاپټرې، توپونه، مهمات، مرمۍ او نورې وسلې شاملې دي.

نوموړي دا اعلان د اپرېل پر ۱۳مه له خپل اوکرایني سیال وولودیمیر زېلېنسکي سره تر ټېلېفوني خبرو وروسته وکړ.

په عین وخت کې د روسیې د دفاع وزارت وویل چې په ماریوپول کې تر ۱،۰۰۰ زیات اوکرایني سرتېري ورتسلیم شوي دي.

روسیې د اپرېل پر ۱۳مه دا هم وویل چې په ماریوپول کې د اوکراین د بحري ځواک سرتېرو د تسلیمېدو ترڅنګ یې د بندر کنټرول هم ترلاسه کړی دی.

اوکرایني چارواکي وايي، د خپلو سرتېرو د تسلیمۍ په اړه نه تبصره کولی شي او نه یې هم تاییدولی شي. که دا تایید شي، نو دا به د ماریوپول واک په خپل لاس کې د ساتلو لپاره د اوکراین هڅو ته لویه صدمه ورسوي.

د روان کال د فبرورۍ له ۲۴مې راهېسې چې روسیې پر اوکراین یرغل کړی، ماریوپول د سختې جګړې سیمه ده.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG