د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه: پر اوکراین یرغل د مخ پر ودې هېوادونو اقتصاد له لوی خطر سره مخامخ کړی


انتونیو ګوتېرش له مخ پر ودې هېوادونو سره د مالي مرستو غږ وکړ - پخوانی انځور.
انتونیو ګوتېرش له مخ پر ودې هېوادونو سره د مالي مرستو غږ وکړ - پخوانی انځور.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې پر اوکراین د روسيې یرغل د نړۍ د يوشمېر مخ پر ودې هېوادونو اقتصاد د "تباهۍ له خطر" سره مخامخ کړی دی.

د ملګرو ملتونو کاري ډلې ويلي، دا په داسې حال کې ده چې په هغو هېوادونو کې خلک وار له مخه د خوراکي توکو او انرژۍ له لوړو بیو او مخ په زیاتېدونکو مالي مشکلاتو سره مخامخ دي.

د سازمان مشر انتونيو ګوتېرش د اپرېل پر ۱۳مه د رپورټ خپرولو پر مهال وویل چې جګړه په بېوزله هېوادونو کې د خوراکي توکو، انرژۍ او مالي ستونزو له وجې کړکېچ لا پراخوي.

نوموړي وویل، د نړۍ ۳۶ هېوادونه له اوکراین او روسيې څخه د خپلو اړتياوو نيمايي برخه غنم درامدوي.

ده زیاته کړه چې د جګړې سمدستي درولو، پر صادراتي توکو د لګېدلیو محدوديتونو ختمولو، په پاکه انرژۍ کې د پانګه اچونې او له مخ پر ودې هېوادونو سره د مالي مرستو غږ وکړ.

ملګرو ملتونو دا رپورټ پر داسې مهال خپور کړی چې روسیه د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین له یرغل راهیسې له لویو اقتصادي ستونزو سره مخامخ شوې ده.

د اروپايي ټولنې هېوادونو دا هم ویلي دي چې په راتلونکو کلونو کې د روسیې پر ګیس تکیه ختموي.

ګیس، یوشمېر معدنیات، فلزات (داتونه لکه اوسپنه) او کیمیايي سره هغه مهم شیان دي چې روسیه یې برامدوي او زیاتره برخه یې په اروپايي هېوادونو خرڅوي.

پر روسیې د بندیزونو له وجې په اروپايي هېوادونو کې د ګیس بیې لوړې شوې دي او د اوکراین جګړې له کبله په نړیوال بازار کې د تېلو بیې خورا زیاتې شوې دي.

په عین حال کې په اوکراین کې د جګړې له وجې کاروبارونه درېدلي دي او ویره پیدا شوې چې سږکال به په هغه هېواد کې د غنمو پیداوار اغېزمن شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG