د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا د روسیې له لوري طالبانو ته د پیسو ورکولو دعوې څېړي


مارک مېلي او مارک اېسپر وايي د دعوو پلټنې کوي
مارک مېلي او مارک اېسپر وايي د دعوو پلټنې کوي

د امریکا لوړو پوړو دفاعي چارواکو ويلي دي چې که د هغو راپورونو پخلې وشو چې ګوندې روسیې له افغان طالبانو سره تړلیو وسله والو ته په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو وژنې پر سر پيسې ورکړي نو امریکا به ورته مناسب غبرګون وښيي.

د امریکا ګډو ځواکونو مشر جنرال مارک مېلي وايي، دفاعي او استخباراتي ادارو لا د هغو راپورونو تصدیق نه دی کړی خو ژمنه يې وکړه چې که دعوې ريښتیا ثابتې شوې نو واشنګټن به اقدام کوي.

د جولای پر نهمه په کانګرس کې د امریکا د ټولو ځواکونو له مشر مشر جنرال مارک مېلي او د دفاع له وزير مارک اېسپر څخه د رسنيو د یادو راپورونو په اړه پوښتنې وشوې.

امریکايي ورځپاڼې نيو يارک ټايمز د جون په پای کې کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس په خپل خبر کې ويلي ول چې ولسمشر ډانلډ ټرمپ ته په دې اړه تفصیل ورکړل شوی.

سپینې ماڼۍ هغه مهال ویلي ول چې د معلوماتو تصدیق نه وو شوی نو د غبرګون په اړه یې پرېکړه نه ده کړې.

په واشنګټن کې د روسیې سفارت دا دعوې بې بنسټه بللې وې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG