د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان اقتصاد ړنګېدو ته نېږدې شوی: د ناروې کډوالو شورا


د ناروې د کډوالو شورا وايي، په افغانستان کې لکونه بې کوره شوي سمدستي مرستو ته اړتیا لري - انځور له ارشیفه.
د ناروې د کډوالو شورا وايي، په افغانستان کې لکونه بې کوره شوي سمدستي مرستو ته اړتیا لري - انځور له ارشیفه.

د ناروې یوې مرستندویه ادارې خبرداری ورکړی دی چې د افغانستان اقتصاد ړنګېدو ته نېږدې شوی دی.

د ناروې د کډوالو شورا مشر جان اېګېلینډ د سېپټېمبر پر ۲۷مه د کابل د سفر پر مهال وویل، افغانستان د اقتصاد د پرځېدو امکان له وجې له بشري ناورین سره مخامخ دی.

نوموړي دا څرګندونې پر داسې مهال کړې دي چې طالبانو د اګست پر ۱۵مه کابل ونیوه او شاوخوا درې اوونۍ وروسته یې خپل لنډمهالی حکومت اعلان کړ.

اېګېلینډ همداراز وویل، د افغانستان بانکي نظام د نغدو پیسو کمښت له وجې هر وخت پرځېدای شي. دی وايي، له یوشمېر کورنیو سره غږېدلی دی او هغوی ورته ویلي چې په چای او څو مړۍ یا ګوله ډوډۍ وخت تېروي.

ده زیاته کړې چې په افغانستان کې بې کوره شوي میلیونونه خلک په راتلونکو اوونیو کې سرپناه، ګرمو کالیو یا جامو او خوړو ته سخته اړتیا لري ځکه چې ژمی راروان دی او د هېواد په یوشمېر برخو کې د تودوښې/تودوخې درجه منفي ۲۰ سینټيګرېډه ته ښکته کېدای شي.

د ناروې د کډوالو شورا په یوه بیان کې ویلي. سږکال د جنورۍ له میاشتې راهیسې په ټول افغانستان کې شپږلکه او ۶۴،۰۰۰ کسان بې کوره شوي چې ورسره د هېواد دننه د بې کوره شویو ټول شمېر ۳،۵ میلیونه ته رسېدلی دی.

د کډوالو شورا تر بیان مخکې ملګرو ملتونو هم په افغانستان کې د بشري ناورین خبرداری ورکړی.

په عین حال کې امریکا د سېپټېمبر پر ۲۴مه وویل چې حکومت، مرستندویه ډلو او نړیوالو تنظیمونو ته یې له افغانستان سره د بشري مرستو اجازه ورکړې ده.

د امریکا د مالي چارو وزارت په بیان کې راغلي چې دوی کولای شي د هغه هېواد د بشري مرستو په هلو ځلو کې ونډه واخلي.

د امریکا د خزانې وزارت دا هم ویلي چې اجازه یې ورکړې چې افغانستان ته زراعتي مواد، درمل او طبي وسایل ولېږدول شي.

دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ هېڅ هېواد په افغانستان کې د طالبانو لنډمهاله حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

نړیوال وايي، د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره شرط دی چې هغوی لومړی ټولشموله حکومت جوړ کړي او د ښځو حقونو په ګډون بشري حقونو ته درناوی وښيي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG