د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو حکومت د امریکا له خوا له افغانستان سره د بشري مرستو د اجازې هرکلی کړی


د طالبانو په بیان کې هیله ښودل شوې چې د امریکا په ګډون ټول هیوادونه او نړیوال تنظیمونه دې د طالبانو له حکومت سره اړیکې ټینګې او له افغان ولس سره دې بشري مرستو ته دوام ورکړي.
د طالبانو په بیان کې هیله ښودل شوې چې د امریکا په ګډون ټول هیوادونه او نړیوال تنظیمونه دې د طالبانو له حکومت سره اړیکې ټینګې او له افغان ولس سره دې بشري مرستو ته دوام ورکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د امریکا د هغه وروستي اقدام هرکلی وکړ چې له افغانستان سره د بشري مرستو لپاره یو شمیر ادارو ته د فعالیت او پیسو انتقالولو اجازه ورکوي.

دا خبره د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د سېپټمبر پر ۲۵ مه رسنیو ته په یوه استولې خبرپاڼه کې کړې ده.

خبرپاڼه لیکلي چې، "اسلامي امارت د امریکا د خزانې وزارت د هغه وروستنی اقدام هرکلی کوي چې له مخې یې د امریکا دولتي ادارو، نړیوالو او غیر رسمي ټولنو او بېنکونو ته اجازہ ورکړل شوې چې افغانستان ته د خوراکي توکو او درملو د مرستو په رسولو کې اسانتیاوې برابرې کړي دي."

په خبرپاڼه کې هیله ښودل شوې چې د امریکا په ګډون ټول هیوادونه او نړیوال تنظیمونه دې د طالبانو له حکومت سره اړیکې ټینګې او له افغان ولس سره دې بشري مرستو ته دوام ورکړي.

دا له هغه وروسته ده چې د امریکا د خزانې وزارت د سېپټمبر پر ۲۴ مه په یوه بیان کې وویل چې امریکايي حکومت، مرستندویه ډلو او نړیوالو تنظیمونو ته یې له افغانستان سره د بشري مرستو اجازه ورکړې ده.

بیان زیاته کړې چې دوی کولای شي د دې هېواد د بشري مرستو په هلو ځلو کې ونډه واخلي.

د امریکا د خزانې وزارت دا هم ویلي چې اجازه یې ورکړې چې افغانستان ته زراعتي مواد، دارو درمل او طبي وسایل یووړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې په نړۍ کې هیڅ هیواد هم لا په افغانستان کې د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

نړیوال وايي، د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندلو لپاره شرط دی چې هغوی لومړی ټولشموله حکومت جوړ کړي او د مېرمنو حقونو په ګډون بشري حقونو ته درناوی وښيي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سیرګې لاوروف وايي، ګڼ هېوادونه پر دې کار کوي چې د طالبانو مشران د دوی د ژمنو عملي کولو ته وهڅوي.

نوموړي د سېپټمبر پر ۲۵مه وویل، "د روسیې، چین، پاکستان او امریکا مشران غواړي طالبان داسې حکومت جوړ کړي چې د ټولو استازیتوب وکړای شي."

ده وویل چې روسیه، چین، پاکستان او امریکا د طالبانو پر مسئله په خپلو کې په تماس کې دي.

د ده په وینا، دغه هېوادونه غواړي چې طالبان له افغانستانه د سخت دریځۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره هم ګامونه پورته کړي.

طالبانو خپله سرپرسته کابینه د سېپټمبر پر اوومه اعلان کړه چې یوه ښځه هم په کې نه شته او د کابینې پر جوړښت انتقادونه شوي دي. دوی ویلي، دا کابینه سرپرسته ده چې وروسته به په کې یو لړ بدلونونه راوستل شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي خبرداری ورکوي، که پر دوی فشارونه دوام وکړي، له دې وضعیته به هغه کسان ګټه واخلي چې ټولې نړۍ ته ګواښ پېښولای شي.

XS
SM
MD
LG