د لاسرسي ځای

تازه خبر

هېوادونه دې افغان کډوالو ته پولې پرانیزي: ګرانډي


د ملګرو ملتونو کډوالو عالي کمیشنر فيليپو ګرانډي ویلي چې په افغانستان کې يوازې سږ کال د جګړو له امله پينځه لکه خلک بې کوره شوي دي. (انځور، ارشيف)
د ملګرو ملتونو کډوالو عالي کمیشنر فيليپو ګرانډي ویلي چې په افغانستان کې يوازې سږ کال د جګړو له امله پينځه لکه خلک بې کوره شوي دي. (انځور، ارشيف)

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کميشنرۍ خواست کړی چې د نړۍ هېوادونه دې افغان کډوالو ته خپلې پولې خلاصې کړي.

فيليپو ګرانډي دا څرګندونې د سېپټېمبر پر ۱۷مه له کابله تر ستنېدو وروسته په اسلام اباد کې خبري غونډې ته په وینا کې کړې دي.

نوموړي ویلي چې په افغانستان کې يوازې سږ کال د جګړو له امله پنځه لکه خلک بې کوره شوي دي.

نوموړی وايي که څه هم هېوادونه نه غواړي چې په لوی شمېر کې افغان کډوال ورشي، خو بيا هم دا هڅې کوي چې دغه کډوال په بهر هېوادونو کې ځای کړي.

ده وویل چې په افغانستان کې خلک خوراک، دوايانو او نورو بنيادي اسانتياو ته اړتيا لري.

له افغانستانه د خلکو وتلو لړۍ په داسې حال کې روانه ده چې طالبانو پر ۱۵م اګست د کابل تر نيولو وروسته په وار وار پر خلکو ټینګار کړی چې له هېواده دې نه وځي.

هغوی خلکو ته ډاډ ورکړی چې په هېواد کې دننه به د دوی خوندیتوب باوري کړي خو خلک بیا هم ځان خوندي نه ګڼي او له هېواده د وتلو هڅې کوي.

بل پلو د روسيې او چين ولسمشرانو په مشرۍ شانګهای همکاریو سازمان پر نړۍ ټينګار کړی چې د افغانستان کنګل شوې پانګه دې بېرته له دې حالته وایستل شي او له دې جنګ ځپلي هېواد سره دې مرسته زياته کړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د طالبانو تر بيا واکمنېدو وروسته دا هېواد بحران ته نېږدې شوی دی.

د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتین او د ده چينايي سيال شي جین پينګ د شنګهای همکارۍ سازمان سرمشريزې پر مهال وویل چې افغانستان ته د ضروري مرستو په رسولو کې ناکامي کېدای شي د ترهګرۍ او نشه يي توکو ودې ته لاره خلاصه کړي او دا هېواد له يو بشپړ بشري بحران سره مخامخ کړي.

طالبانو د اګست پر ۱۵مه کابل نیولی وو او له هغه راهيسې د افغانستان د مرکزي بانک د شا وخوا نهه اربه ډالرو بهرنۍ شتمنۍ چې زياتره يې په امريکا کې دي ،کنګل کړل شوې دي.

د پیسو نړیوال صندوق ،نړيوال بانک، بهرنيو حکومتونو او نورو مرستندويه ادارو افغانستان ته د پيسو ادايګۍ ځنډولې ده.

پوتین د شنګهای همکارۍ سازمان غونډې ته د ويډيو لېنک له لارې په وینا کې پر دې خبره ټينګار وکړ چې بايد دا سازمان خپل پوره وس وکړي چې دارنګ له افغانستانه د ترهګرۍ، د نشيي موادو د قاچاق او مذهبي سختدريځۍ راپورته کېدو مخه ونيول شي.

نوموړي زياته کړه چې بايد دغه امنيتي سازمان خپل ټول استعداد د دې لپاره وکاروي چې د ده په خبره نوي افغان واکمنان متحرک کړي چې د خپلو ژمنو په پوره کولو سره ژوند عادي حالت ته راولي او په افغانستان کې ثبات پرځای کړي.

XS
SM
MD
LG