د لاسرسي ځای

تازه خبر

له پاکستان سره د نیوزيلېنډ کرکټ لوبې ځنډول سازش دی: شېخ رشيد


د پاکستان د کورنيو چارو وزير شيخ رشيد احمد (انځور، ارشيف)
د پاکستان د کورنيو چارو وزير شيخ رشيد احمد (انځور، ارشيف)

د پاکستان د کورنيو چارو وزير شېخ رشید احمد وايي، له پاکستان سره د نیوزیلېنډ کرکټ لوبډلې پلان شوې لوبې ځنډول يو سازش دی.

شېخ رشيد احمد د سېپټېمبر پر ۱۷مه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته په وينا کې وضاحت ورنه کړ چې دا سازش چا او ولې کړی؟

خو نوموړي زياته کړه چې نیوزیلېنډ ته يې د هرقسمه امنيت ډاډ ورکړ خو د ده په خبره هغوی پر لوبېدو سلا نه شو.

ده وویل چې د نیوزیلېنډ وزيراعظمې ورته ویلي چې هغې ته خبر ورکړل شوی چې پر کرکت لوبډله به یې له هوټله بهره بريد کېږي.

د پاکستان کرکټ بورډ مشر رميز راجه د نيوزيلېنډ کرکټ لوبډلې پر دوره ځنډولو ژوره ناخوښي ښودلې ده.

هغه ویلي، "نیوزيلېنډ په کومه نړۍ کې اوسي؟ نيوزيلېنډ به موږ ته "د کرکټ په نړيواله شورا" کې غوږ نیسي."

بلخوا د پاکستان پخواني کرکټر شعېب اختر هم په خپل ټويټر کې لیکلي چې "نيوزيلېنډ د پاکستان کرکټ وواژه."

دا په داسې حال کې ده چې د سېپټېمبر پر ۱۷مه د پاکستان کرکټ بورډ خبر ورکړ چې هغه هېواد ته ورغلې د نیوزیلېنډ لوبډلې د امنیتي ګواښ له امله د لوبو ځنډولو پرېکړه کړې ده.

په بیان کې ویل شوي چې د نیوزیلېنډ کرکټ لوبډلې ورته وویل چې هغوی ته د امنیتي خبرداري په اړه معلومات ورکړل شوي نو ځکه یې د لوبو د ځنډولو یو اړخيزه پرېکړه کړې ده.

د نيوزيلېنډ کرکټ بورډ مشر هم د سېپټېمبر پر ۱۷مه په يو بيان کې وويل چې د امنيتي ګواښ له کبله خپل ټيم له پاکستانه وباسي.

د نیوزیلېنډ کرکټ لوبډله شاوخوا ۱۸ کاله وروسته پاکستان ته تللې وه.

ټاکل شوې وه چې هغوی هلته له کوربه لوبډلې سره درې یو ورځنۍ او پینځه ۲۰ اووریزه سیالۍ وکړي.

د نیو زیلینډ کرکټ بورډ ویلي چې حکومت یې د پاکستان په اړه د امنیتي ګواښ سطخ لوړه کړې ده نو ځکه دغه لوبې لغوه کوي. انځور - ارشیف
د نیو زیلینډ کرکټ بورډ ویلي چې حکومت یې د پاکستان په اړه د امنیتي ګواښ سطخ لوړه کړې ده نو ځکه دغه لوبې لغوه کوي. انځور - ارشیف

پاکستان کرکټ بورډ په بیان کې ویلي چې دوی د نیوزیلېنډ کرکټ لوبډلې د امنیت ټول انتظامات برابر کړي ول.

بیان زیاتوي، وزیراعظم عمران خان په دې لړ کې د نیوزيلینډ له وزیراعظمې جیسنډا ارډن سره پر ټېليفون خبرې وکړې او ورته یې وویل چې د هېواد استخباراتي نظام یې د نړۍ په بهترینو نظامونو کې یو دی.

پي سي بي وویل، دې ته تیار دي چې دغه لوبې د کوم بل وخت لپاره وټاکل شي.

په ۲۰۰۹ز کال کې په لاهور کې د سريلنکا پر کرکټ لوبډله تر وسله وال بريد وروسته تر ډېرو کلونو په پاکستان کې نړيوال کرکت نه وو شوی خو په تېرو څو کلونو کې بيا پیل شوی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG