د لاسرسي ځای

تازه خبر

نیو زيلینډ د امنیتي ګواښ له کبله له پاکستان سره کرکټ لوبې وځنډولې


د نیو زیلینډ کرکټ بورډ ویلي چې حکومت یې د پاکستان په اړه د امنیتي ګواښ سطخ لوړه کړې ده نو ځکه دغه لوبې لغوه کوي. انځور - ارشیف
د نیو زیلینډ کرکټ بورډ ویلي چې حکومت یې د پاکستان په اړه د امنیتي ګواښ سطخ لوړه کړې ده نو ځکه دغه لوبې لغوه کوي. انځور - ارشیف

پاکستان کرکټ بورډ وايي، هغه هېواد ته ورغلې د نیو زیلینډ لوبډلې د امنیتي ګواښ له امله د میچونو ځنډولو پرېکړه کړې ده.

دا خبره پي سي بي د سېپټېمبر پر ۱۷مه پر خپله وېبپاڼه په بیان کې کړې.

په بیان کې ویل شوي چې د نیو زیلینډ کرکټ لوبډلې ورته وویل چې هغوی ته د امنیتي خبرداري په اړه معلومات ورکړل شوي نو ځکه یې د لوبو د ځنډولو یو طرفه پرېکړه کړې ده.

د پاکستان کرکټ بور‌ډ بیان تر هغې وروسته مخې ته راغلې چې د نیو زیلینډ کرکټ بورډ ویلي چې حکومت یې د پاکستان په اړه د امنیتي ګواښ سطح لوړه کړې ده نو ځکه دغه لوبې لغوه کوي.

د نیو زیلینډ کرکټ لوبډله شاوخوا ۱۸ کاله وروسته پاکستان ته تللې وه.

ټاکل شوې وه چې هغوی هلته له کوربه لوبډلې سره درې یو ورځنۍ او پینځه ۲۰ اووریزه سیالۍ وکړي.

پاکستان کرکټ بورډ په بیان کې ویلي چې دوی د نیو زیلینډ د کرکټ لوبډلې د امنیت ټول انتظامات برابر کړي ول.

بیان زیاتوي، وزیراعظم عمران خان په دې لړ کې د نیو زيلینډ له وزیراعظمې جیسنډا ارډن سره په ټېلېفون خبرې وکړې او ورته یې وویل چې د هېواد استخباراتي نظام یې د نړۍ په بهترینو نظامونو کې یو دی.

پي سي بي وویل، دې ته تیار دي چې دغه میچونه د کوم بل وخت لپاره وټاکل شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG