د لاسرسي ځای

تازه خبر

کارپوهان په پاکستان کې د کرکټ جهاني لوبو ځنډېدنه د اسلام اباد بهرنۍ تګلارې سره تړي


په پاکستان کې د امنيتي چارو پوهان وايې تر څو چې اسلام اباد خپلې پاليسۍ نه وي بدلې کړي نو تر هغو ورته د نړيوال کرکټ ستنېدل ګران دي.

دا په داسې حال کې ده چې لومړی د سېپټمبر پر ۱۷مه نیوزيلېنډ د امنيتي ګواښ له کبله په پاکستان کې له لوبو کولو پر شا شو، بیا د سېپټېمبر پر ۲۰مه د انګلستان نارینه او ښځینه کرکټ ټیمونو اعلان وکړ چې دوی په دغه سيمه کې د مخ په زياتېدونکو اندېښنو له کبله پاکستان ته د لوبو لپاره کېدونکی سفر ځنډوي.

د پېښور پوهنتون د جرنلزم څانګې استاد ډاکټر سيد عرفان اشرف وايي، که څه هم پر ۱۵ اګست په کابل کې د افغان طالبانو په واکمنېدو د پاکستان چارواکو خوشالۍ کول او د تحريک طالبان پاکستان لخوا نيوزيلېنډ کرکټ لوبډلې ته دړکې ورکول په پاکستان کې خلکو ته عادي خبره ښکاري خو په غرب کې له دا قسمه کارونو خلک ويرېږي.

عرفان د سېپټېمبر پر ۲۱مه مشال راډیو ته وويل، په نړۍ کې د پاکستان شهرت چې له وړاندې ښه نه وو، په کابل کې د اسلام اباد له وروستي رول سره نور هم خراب شوی دی.

په نیوزیلېنډ پسې انګلستان هم له پاکستان سره کرکټ لوبې وځنډولې

دی وايي، که پاکستان له وسله والو سره د ملاتړ پاليسۍ بدلې نه کړې نو اوس خو يوازې سپورټس دی، بيا به ورسره کېدای شي هېوادونه کاروباري او سفارتي اړيکې هم ختمې کړي.

نوموړی وايي، هغه هېوادونه چې په افغانستان کې يې ځواکونه د طالبانو خلاف جنګېدل پاکستان ته د شک په سترګه ګوري.

نوموړی زیاتوي: "زما په خيال امريکا او اروپايې هېوادونه په کابل کې د پاکستان رول ارزول پېل کړي او ښکاري چې د دې به سختې نتيجې رامنځته شي. دا هېواد نه يوازې د لوبو بلکې له معاشي او سفارتي ستونزو سره مخامخېدای او په نړۍ کې يوازې کېدای شي. بايد چې د پاکستان چارواکي د دې لپاره تيارې ونيسي."

د نیو زیلینډ کرکټ بورډ ویلي چې حکومت یې د پاکستان په اړه د امنیتي ګواښ سطخ لوړه کړې ده نو ځکه دغه لوبې لغوه کوي. انځور - ارشیف
د نیو زیلینډ کرکټ بورډ ویلي چې حکومت یې د پاکستان په اړه د امنیتي ګواښ سطخ لوړه کړې ده نو ځکه دغه لوبې لغوه کوي. انځور - ارشیف

د پاکستان د پوځ پخوانی لفټننټ جنرل طلعت مسعود وايي، که څه هم پاکستان د څه قسمه وسله والو ډلو او طالبانو ملاتړ نه کولو پاليسي خپله کړې خو دې ته په بشپړه توګه عملي شکل ورکولو کې به وخت لګي، د ده په خبره ځکه چې د پاکستان له طالبانو سره ډېرې اوږدې اړيکې پاتې شوې او دا دومره په اسانه په مکمله توګه نه شي ختمېدای. البته طلعت مسعود د سېپټېمبر پر ۲۱مه مشال رېډيو ته وويل که پاکستان غواړي چې نړيوال کرکټ بېرته پاکستان ته ستون شي نو دې هېواد ته به ډېر څه کول وي.

ده وویل:" کوم حالات دي نو بې شکه هغه ډېر ښه شوي خو انديښنې بيا هم شته او د دې غټه وجه دا ده چې تر څو د افغانستان حالات ښه شوي نه وي نو تر هغو په پاکستان کې هم بشړ امنيت نه شي راتلی. په افغانستان کې پاکستان مخالفه ډلې زموږ د امنيت لپاره لوی خطر دی. نو پاکستان ته په دې هرڅه نظر ساتل پکار دي. ځکه چې اوس به نه يوازې کرکټ لوبډلې بلکې سرمايه کاران به هم پاکستان ته نه راځي. د دې کرکټ ټيمونو په پاکستان کې له لوبو د انکار کافي خطرناک اثرات کېدای شي."

په تېره يوه اوونۍ کې دننه د نيوزيلېنډ او انګلېنډ کرکټ ټيمونو لخوا د ممکنه امنيتي وجوهاتو له کبله د پاکستان پر ځمکه له لوبو څخه تر انکار وروسته د پاکستان اطلاعاتو وفاقي وزير فواد چودري په خپل يو ټويټ کې ويلي دي چې دا د پاکستان خلاف د نړيوالې لابۍ کار دی.

د پاکستان کورنيو چارو وزير شيخ هم دا يو نړيوال سازش بللی او ويلي دي چې د لوبغاړو امنيت لپاره سخت امنيتي ګامونه پورته کړل شوي وو.

ده وویل چې د نیوزیلېنډ وزيراعظمې ورته ویلي چې هغې ته خبر ورکړل شوی چې پر کرکټ لوبډله به یې له هوټله بهره بريد کېږي.

البته يادو دواړو وزيرانو دا وضاحت نه دی ورکړی چې دا ممکنه لابي يا سازش څوک کوي.

ياده دې وي چې په ۲۰۰۹ز کال کې په لاهور کې په سريلنکا کرکټ لوبډلې تر وسله وال بريد وروسته تر ډېرو کلونو پورې په پاکستان کې نړيوال کرکټ نه وو شوی خو په تېرو څو کلونو کې بيا شورو شوی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG