د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې د ورکو بلوڅانو د موندلو لپاره احتجاج شوی


کراچۍ کې د ورکو بلوڅانو د موندلو لپاره احتجاج شوی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:36 0:00

بلوڅ فعالان دعوه کوي چې په بلوچستان کې تر تازه وسله والو بریدونو وروسته د پاکستان له مختلفو تعلیمي ادارو څخه یوشمېر زده کوونکي ورک شوي دي. دوی تور پورې کوي چې د هغو زده کوونکو په ورکولو کې حکومتي استخباراتي ادارې لاس لري. حکومت د فعالانو د دې تور په غبرګون څه نه دي ویلي البته په تېرو وختونو کې یې دا ډول تورونه بې بنسټه بللي دي. د فبرورۍ په پیل کې د بلوچستان په پنجګور او نوشکي کې د بېلتونپاله ډلې بلوڅ لېبرېشن ارمي وسله والو د امنیتي ځواکونو پر مرکزونو بریدونه وکړل چې پکې د حکومت په وینا ۲۰ وسله وال او نهه سرتېري ووژل شول. فعالانو د ورکو بلوڅانو د موندلو لپاره د فبرورۍ پر ۱۶مه په کراچۍ کې احتجاجي لاریون او مظاهره وکړه چې پکې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو او ملاتړو هم ګډون وکړ. په پاکستان کې د ورکو خلکو د قضیو څېړلو سرکاري کمېشن د ۲۰۲۲ز کال په جنورۍ کې په یوه رپورټ کې ویلي چې تر اوسه یې تر ۸،۴۰۰ زیاتو کسانو مقدمې عدالتونو ته وړاندې کړي دي چې پکې څه باندې ۳،۲۰۰ ورک کسان کورونو ته ستانه شوي او نور د بېلابېلو تورونو پر اساس بندیان دي. ویډیويي رپورټ.

XS
SM
MD
LG