د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسراییلو په غزه کې د حماس 'د وسلو پر مرکزونو' بمباري کړې


اسراییلی پوځ وايي، د ۲۰۲۱ز کال د جون پر ۱۶مه یې سهار وختي پر غزې بمباري کړې
اسراییلی پوځ وايي، د ۲۰۲۱ز کال د جون پر ۱۶مه یې سهار وختي پر غزې بمباري کړې

د اسراييلو هوايي ځواکونو د جون پر ۱۶مه سهار وختي پر غزه تړانګې هوايي بريدونه کړي.

د اسراييلو پوځ وايي، دا بريدونه يې تر هغه وروسته کړي چې په وينا یې، وسله والو له فلسطينه د اسراييلو جنوب ته اورينې پوکڼۍ ولېږدولې.

په مې میاشت کې هم د اسراييلو او حماس ترمنځ په جګړه کې په غزه کې لږ تر لږه ۲۷۰ او په اسراييلو کې ۱۲ کسان وژل شوي ول. د ۱۱ ورځو تر دوه اړخيزه بريدونو وروسته د مې پر ۲۱مه د مصر په هڅو اوربند شوی وو.

اسراییلی پوځ وايي، الوتکو یې تر هغې وروسته په غزه کې د حماس ډلې د وسلو مرکزونه په نښه کړل چې له هغې سيمې د خوشې کړل شويو اورينو پوکڼیو له کبله د اسراييلو په جنوب کې فصلونو اور واخيست.

د غزې کورنۍ د جګړې له غميزې نه دي راوتلي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:48 0:00

پوځ په خپل بيان کې ویلي، دا مرکزونه حماس د بريدونو د پلانولو د غونډو لپاره کاروي.

د پوځ په وينا، دوی د غزې له لوري د روانو ترهګرو فعاليتونو په غبرګون د جنګ په ګډون هر ډول حالاتو ته چمتو دي.

هوايي بريدونه او د اورينو پوکڼیو پېښه تر هغې وروسته شوې چې د جون پر ۱۵مه، سلګونه اسراییلو ملتپالو په مقبوضه ختیځ بیت المقدس کې لاریون وکړ. ملتپالو د اسراییلو بیرغونه په لاسونو کې نیولي ول او لاریون یې وکړ.

دا کلنی لاريون په ۱۹۶۷ز کال کې د ختيځ بيت المقدس د نيولو په مناسبت شوی.

فلسطينيانو دا لاريون يو پاروونکی عمل بللی او فتاح او حماس ډلو په غزه او لوېديځه غاړه کې "د غصې ورځ" لمانځلو غږ کړی وو.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG