د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بې پولو خبریالانو سازمان وايي سږ کال نړۍ کې ۴۸۸ خبریالان ګرفتار شوي


سازمان وايي حکومتونو په میانمار، بېلاروس او هانګ کانګ کې لسګونه خبریالان نیولي دي - انځور له ارشیفه.
سازمان وايي حکومتونو په میانمار، بېلاروس او هانګ کانګ کې لسګونه خبریالان نیولي دي - انځور له ارشیفه.

د بې پولو خبریالانو سازمان( ار اېس اېف) وايي، د ۲۰۲۱ز کال د ډېسېمبر تر لومړۍ نېټې پورې په ګرده نړۍ کې ۴۸۸ خبریالان او له رسنیو سره کارکوونکي حکومتونو ګرفتار کړي دي.

سازمان وايي، شاوخوا ۲۵ کاله مخکې یې دا شمېرې خپرول پیل کړې او اوسنی شمېر تر ټولو لوړ دی.

د ډېسېمبر پر ۱۶مه د رسنیو د ازادۍ په اړه د سازمان په نوي کلني راپور کې ویل شوي دي چې له رسنیو سره د تړلو مسلکي کسانو په نیول کېدلو کې د ۲۰۲۰ز کال پرتله ۲۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

سازمان د دې علت په میانمار، بېلاروس او هانګ کانګ کې د رسنیو خلاف کارروایانې ښوولې دي.

هغه پاریس مېشتی سازمان وايي، سږکال په ګرده نړۍ کې د رسنیو د وژل شویو کارکوونکو شمېر ۴۶ دی چې له ۱۹۹۵ز کال راهیسې تر ټولو کم دی. سازمان وايي، د دې لامل د شام، عراق او یمن په شخړو کې نسبتاً کمی دی.

سازمان وايي، سږکال تر ټولو زیات خبریالان په میکسیکو او افغانستان کې وژل شوي دي چې شمېر یې په ترتیب سره اووه او شپږ جوړېږي.

په افغانستان کې د خبریالانو د زیاتره وژنو ذمه واري اسلامي دولت وسله والې ډلې او یا طالبانو منلې وه.

دا په داسې حال کې ده چې چین د پرله پسې پینځم کال لپاره د تر ټولو زیاتو خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د بندي کوونکي هېواد په توګه نومول شوی دی. هلته سږ کال د ډېسېمبر تر لومړۍ نېټې پورې ۱۲۷ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي زندانیان دي. د سازمان په خبره، د دې لامل پر هانګ کانګ د بیجنګ زیاتېدونکی کنټرول دی.

همداراز، د خبریالانو د نیولو له پلوه میانمار او وېتنام په دویم او بېلاروس په درېیم نمبر هېوادونه دي.

سازمان په راپور کې د یرغمل شویو ۶۵ خبریالانو ذکر هم کړی دی چې زیاتره یې په شام، عراق او یمن کې دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG